1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متحده عربي اماراتو د اسرائیلو ضد قانون لغوه کړی دی

۱۳۹۹ شهریور ۹, یکشنبه

متحده عربي اماراتو د اسرائیلو په مخالفت کې د ۴۸ کاله پخواني قانون په لغوه کولو سره، د دغه هیواد بایکاټ ختم کړی دی. د اماراتو ولسمشر د شنبې په ورځ په دې اړه یو فرمان هم صادر کړی دی.

https://p.dw.com/p/3hlLd
Kombobild | Benjamin Netanjahu, Premierminister von Israel und Mohamed bin Zayed, Kronprinz von Abu Dhabi

له دوبۍ څخه د ترلاسه شویو رپوټونو په حواله د روانې میاشتې په اواسطو کې د امریکا په منځګړتوب د اسرائیل او خلیجي هیواد متحده عربي اماراتو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د پيلولو له تاریخي اعلان وروسته، دواړو هیوادونو د خپلو دوه اړخیزو اړیکو د ټينګولو له پاره عملي تیاریانې پيل کړي دي.

د دغو هڅو په نتیجه کې د اګست میاشتې په ۲۹ نیټه د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ خلیفه بن زید النهیان یو فرمان صادر کړی چې په اساس یي په ۱۹۷۲م کال کې نافذ شوی قانون چې هدف یي د اسرائیلو د بایکاټ تضمینول وو، په بشپړ ډول لغوه کړای شوی دی.

د اسرائیلي تولیداتو سوداګري اوس یو قانوني کار دی

مخکې تر دې د دې قانون سرغړونکي شخص، ډلې او یا ادارې له پاره سزا هم ټاکل شوې وه. خو اوس دغه قانون منسوخ او په دې ترتیب سره د اسرائیلو قانوني بایکاټ هم ختم شوی دی.

د متحده عربي اماراتو دولتي خبري آژانس لیکلي دي: «اوس سړی کولی شي په قانوني توګه د هر ډوله اسرائیلي توکو او تولیداتو پير او پلور وکړي او یا له ځان سره یي ولري.»

امارات تر اوسه پورې څلورم د مسلمانانو اکثریت درلودونکی اسلامي هیواد دی چې له اسرائیلو سره یي دیپلوماتیکي او سوداګریزې اړيکې ټینګې کړي دي. پاتې درې هیوادونه عبارت دي له ترکيې، مصر او اردن څخه.

دا په مجموع کې له دغه هیواد سره د معمول مطابق د اړیکو قایمونکی دریم عربي هیواد او لومړنی خلیجي حکومت دی. فلسطينیانو د متحده عربي اماراتو او اسرائیل ترمنځ دغه تړون ته د «فریب ورکونې یا تیرایستنې» نوم ورکړی دی.

د اګست له ۳۱ څخه منظم پروازونه

د اګست میاشتې له ۳۱ نیټې څخه به د اسرائیل او اماراتو ترمنځ د مستقیمو پروازونو لړۍ پيل شي. د دا ډول اړیکو لومړنی پرواز به د ایل آل اسرائیلي کمپنۍ د یوې الوتکې له خوا ترسره شي چې یو اسرائیلي-امریکایي پلاوی به له تل آبیب څخه ابو ظبۍ ته انتقال کړي.

د ترمپ زوم هم په دې پلاوي کې شامل دی

په روانه اونۍ کې د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامين نتانیاهو له دفتر څخه ویل شوي وو چې اماراتو ته د لومړني استول کیدونکي پلاوي مشري به د دغه هیواد د ملي امنیت سلاکار میئر بن شبات کوي.

بل لور ته په دې پلاوي کې د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ د زوم جیئرد کُشنر چې د ولسمشر اعلی سلاکار هم دی موجوديت هم تائید شوی دی. د اګست میاشتې په ۳۱ نیټه به په دې پرواز کې د کُشنر ترڅنګ د ولسمشر ترمپ د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبرائن هم د اسرئيلي- امریکایي پلاوي په حیث ابوظبۍ ته ورسیږي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص