1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خارجي قواوو پر وتلو د چين، روسيې او امريکا توافق

۱۳۹۸ اردیبهشت ۷, شنبه

امريکا متحده ايالاتو د افغان سولې په مهمو مذاکراتو کې د روسيې او چين ملاتړ تر لاسه کړی دی. د نورو مواردو ترڅنګ له افغانستانه د امريکايي قواو وتل او افراطي ډلو څخه د طالبانو نه ملاتړ، په دغو مذاکراتو کې مهم ټکي دي.

https://p.dw.com/p/3HXu5
Afghanistan | Zalmay Khalilzad
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Maqbool

د افغانستان د سولې له پاره د امريکا متحده ايالتونو ځانګړي استازي زلمی خليلزاد چې په پام کې ده له طالبانو سره خپله وروستۍ ناسته ولري، د چين او روسيې له استازو سره تر ليده کاته وروسته، په [افغانستان] کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه د امريکا متحده ايالاتو د هڅو په تړاو، له يوې اجماع څخه خبره کړې ده.

د دغو درو هيوادونو استازو د يوې ګډې اعلامې په خپرولو سره د «افغانانو په مشرۍ» د سولې د یوه بهير غوښتونکي شوي او پر داسې مسائلو يې تمرکز کړی چې په پام کې ده په وروستي توافق کې شامل کړای شي.

د دغې اعلاميې په يوه برخه کې راغلي: «درې واړه خواوې د سولې د عمومي بهير د يوې برخې په توګه، په منظمه او مسئولانه توګه له افغانستانه د بهرنيو قواوو د وتلو غوښتونکي دي.»

دوی دغه راز ويلي دي چې طالبانو «ژمنه» کړې چې د «اسلامي دولت» یا داعش افراطي ډلې پر وړاندې به مبارزه کوي او له القاعده شبکې سره به هم خپلې اړيکې پرې کوي.

په ګډه اعلاميه کې ويل شوي، طالبانو ژمنه کړې چې د دوی تر کنترول لاندې سيمې به د هيڅ هيواد له پاره د ګواښ په توګه نه کارول کيږي. له طالبانو هم غوښتل شوي چې د «هر ډول تروريستانو د استخدام، د هغوی د روزنې او د پيسو له راټولولو څخه» ډډه وکړي.

زلمي خليلزاد د روانې اوونۍ په پيل په لندن کې د اروپايي اتحاديې له استازو سره خپلې کتنې ته په اشارې، په دغې اعلاميه کې ويلي دي، «دا په دې معنی ده چې موږ د امريکا متحده ايالتونو په دغې تګلاره کې چې غواړي په افغانستان کې جګړې ته د پاي ټکی کيښودل شي او تروريزم به نور له دغه هيواده سرچينه نه اخلي، يوې اجماع ته رسيږو.»

داسې ښکاري چې د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر دونالد ترمپ دې ته ليواله دی چې د افغانستان تر ټولو اوږدې جګړې ته د پاي ټکی کيښودل شي. متحده ايالتونو دغه جګړه پر نيويارک د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د ۱۱مې د حملو په غبرګون کې پيل کړه. ويل کيږي چې يادې حملې د القاعده ډلې له خوا ترسره شوې وې او هغه مهال طالبانو دغې ډلې ته په افغانستان کې پناه ورکړې وه.

چين او روسيه په افغانستان کې خپلې ګډې ګټې ويني. د ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۹ کلونو پورې د پخواني شوروي اتحاد شاوخوا ۱۴ زره سرتيري په افغانستان کې ووژل شول. هغه وخت په افغانستان کې د پخواني شوروي ځواکونو پر وړاندې جنګيدونکې ډلې د امريکا متحده ايالتونو له ملاتړه برخمنې وې. چين په دې هڅه کې دی تر څو په افغانستان کې خپلو پوځي او اقتصادي فعاليتونو ته وده ورکړي، څرنګه يې چې په وار وار د چين مسلمان ميشته شين جيانګ سيمو ته د مليشو د دننه کيدو د احتمال خبره کړې ده.

خليلزاد دغه راز غواړي چې له پاکستان او هند سره هم جلا جلا ليدنې ولري. دغه دواړه هيوادونه د افغانستان په هکله متفاوت نظرونه لري.

د افغانستان د سولې په روانو مذاکراتو کې يوه تر ټولو جنجالي مسئله دا ده چې طالبانو په پرله پسې توګه د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان له حکومت سره چې له پراخ نړيوال ملاتړ څخه برخمن دی، مخامخ خبرې اترې رد کړي دي.

اوس متحده ايالتونو، روسيې او چين له طالبانو غوښتي چې ډير ژر «د حکومت په ګډون د ټولو افغان استازو» سره د خبرو اترو ميز ته کيښېني.

ايران يوازينی هيواد دی چې په دې برخه کې د امريکا متحده ايالتونو پر تګلارې نيوکې کوي. 

آژانسونه/ م ک ص/ن ص