1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

مایک جانسن د امریکا د استازو جرګې مشر شو

۱۴۰۲ آبان ۴, پنجشنبه

د ډونالډ ټرمپ کلک ملاتړی د امریکا د کانګرس نوی رئیس شو. ۵۱ کلن مایک جانسن چې د ډونالډ ټرمپ کلک ملاتړی وو، د جمهوري غوښتونکو له خوا د امريکا د کانګریس نوي مشر شو.

https://p.dw.com/p/4Y38Q
د امریکا د استازو جرګي نوی مشر جانسن
د امریکا د استازو جرګي نوی مشر جانسنانځور: Alex Brandon/AP Photo/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د جمهوري غوښتونکو ګوند د قدرت پر سر د څو اونیو جنجالونو وروسته، بلاخره د چهارشنبې په ورځ د اکتوبر پر ۲۵مه د کانګرس د مشر پر ټاکنه هوکړه وکړه او مایک جانسن یې د دغه پوسټ لپاره وټاکه.

جانسن وتوانید چې د ۲۲۰ مثبتو رایو په اخیستلو سره  د ۲۰۹ منفي رایو په مقابل کې بریالی شي.

۵۱ کلن مایک جانسن د ډونالډ ټرمپ سخت ملاتړی او د جمهوري غوښتونکو ډلې هغه استازی دی چې د روسېې او اوکراین په جګړه کې له اوکراین سره د امریکا د مرستو د دوام مخالف دی. له دې وروسته به هغه د امریکا په سیاست کې له ولسمشر او د هغه له ځای ناستي وروسته دریم پیاوړی مقام وي.

جانسن حقوق پوه، د راډیو پخوانی مجري، د لوئیزیانا ایالت استازی او د استازو جرګې له پاره څلورم کاندید دی.

باید وویل شې چې د امریکا د کانګریس پخوانی مشر وین مک‌کارتی د اکټوبر په لومړیو کې د اکثریت استازو له خوا په یوه داسې اقدام کې له دندې لرې شو چې د امریکا په تاریخ کې بې ساری اقدام وو. له هغه وخت راهیسې، کانګرس په یوه بحراني او ناڅرګند وضعیت کې وو.