لښکرگاه: «په ټاکنيزه غونډه کي چاودنې کانديد وژلی دی»
۱۳۹۷ مهر ۱۷, سهشنبهد هلمند د ولايتي شورا رئيس عطالله افغان اسوشيېتد پرېس خبري آژانس ته ويلي دي چي په دغه چاودنه کي د صالح محمد اڅکزي په نوم کانديد او د هغه ځيني ساتونکي هم وژل سوي دي. خو د ولايت وياند عمر ځواک بيا د فرانسې خبري آژانس ته ويلي چي نوموړي کانديد ژوبل سوی دی.
سيمه ايزو چارواکو ويلي دي چي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۸ کال د اکتوبر ۹مه نېټه) دغه بمي چاودنه به احتمالاً ځانمرګي بريد وي.
دغه چاودنه په لښکرګاه کي د ټاکنيز کامپاين په يوه غونډه کي رامنځ ته سوې ده. ويل سوي دي چي دغه غونډه صالح محمد اڅکزي رابللې وه.
دا په داسي حال کي ده چي د افغان حکومت مخالف وسله والو طالبانو له خلکو غوښتي دي چي د اکتوبر مياشتي پر ۲۰ پلان سوو پارلماني ټاکنو څخه ليري پاته سي.
وسله والو طالبانو د دوشنبې په ورځ په خپله يوه اعلاميه کي له بهرنيو ځواکونو څخه غوښتي ول چي له افغانستانه ووځي.
په لښکرګاه کي د بريد پړه تر اوسه پوري کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې. د دغې پيښي جزيات لا په بشپړه توګه نه دي روښانه.