لوگر: د سړک د غاړې چاودنې د یوې کورنۍ ۱۱کسان وژلي
۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۹, جمعهد لوګر د ولایت مقام ویاند، سلیم صالح په دې هکه وايي چې د سړک غاړې د چاودنې له امله په وژل شوو کې د یوې کورنۍ پنځه میرمنې، پنځه ماشومان او یو نارينه شامل دی.
د دغي چاودني مسئوليت تر اوسه پوري کومې ډلې نه دی منلی خو د ولایت مقام ویاند، صالح بیا طالبان د سړک د غاړي ماینونو په خښولو تورنوي.
افغانستان په نړۍ کي د ماینونو د تلفاتو د شمیر په برخه کي په لومړي ځای کی دی. په افغانستان کې په اوسط ډول هره میاشت د ماینونو په چاودنو کي۱۴۰ کسان وژل او ټپیان کیږي.
له تیري میاشتې راهیسې، هغه وخت چې طالبانو د خپلو پسرلنیو عملیاتو اعلان وکړ، یادې ډلې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
دغه چاودنه په داسې وخت کې رامنځته کیږي چې تر دې پیښې څو ساعتونه مخکې یو افغان پولیس په ننګرهار ولایت کې د پنجشنبې په شپه پر خپلو ملګرو ډزې کړي چې له امله یې پنځه پولیس سرتیري وژل شوي دي.