1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«لوږه کېدای شي له افغانانو تر ۲۰ کلن جنګ ډيره قرباني واخلي»

۱۴۰۱ مرداد ۲۵, سه‌شنبه

د ژغورنې نړيوالې کميټې یا آی. آر. سي یو تازه رپوټ وايي په افغانستان کې د لوږې اوسنی کړکیچ به په احتمال سره د وروستیو شل کلونو په پرتله د ډيرو افغانانو ژوند واخلي. په تیرو ۱۲ میاشتو کې تر ډيره افغان میرمنې اغیزمنې شوي دي.

https://p.dw.com/p/4FaOQ
Afghanistan | Bäckerei in Kabul spendet Brot
انځور: Ali Khara/REUTERS

دغه سازمان وايي چې په تیرو ۱۲ میاشتو کې چې طالبان په واک کې دي افغان میرمنې تر نورو ډیرې اغیزمنې شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو د یوې کلنۍ واکمنۍ تر پوره کیدو وروسته افغانستان اوسمهال له شدیدې لوږې او فقر سره مخ شوی دی. د نجات نړېوالې کميټې یا آی. آر. سي د رپوټ پر اساس، په افغانستان کې اوسنی بحران به په احتمال سره د تیرو شلو کلونو جګړو په پرتله د ډیرو افغانانو ژوند واخلي.

د ژغورنې نړېوالې کمېټې د وروستي رپوټ پر اساس، په حاضر وخت کې د «افغانستان ۴۳ سلنه خلک په ورځ کې د یو وخت خوړو څخه هم په کمو خوړو سره» خپل ژوند ته ادامه ورکوي. د دغه رپوټ مطابق، له دغه وضعیت څخه تر ټولو ډير هغه ښځې اغیزمنې شوي چې خپلو کورنیو ته د خوړو پيدا کولو مسئولیت ورپه غاړه دی.

طالبان د تېرکال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د نړیوالو قواوو د شل کلن ماموريت تر پای ته رسيدو او د افغانستان د جمهوري نظام تر پاشل کیدو وروسته يو ځل بيا قدرت ته ورسېدل. د لويديځ کارپوهان په دې بارو دي چې د نورو مساېلو تر څنګ، د مخکينیو امنيتي ځواکونو او سیاسي نخبه ګانو په منځ کې چې د غرب ملاتړ ېې درلود، د پراخ فساد موجودیت، د افغانستان د پخواني حکومت د سقوط لاملونه وو.

Afghanistan Kabul | Wirtschaftskrise | Schlange für kostenloses Brot
آی آر سي وايي په تیرو ۱۲ میاشتو کې چې طالبان په واک کې دي افغان میرمنې تر نورو ډیرې اغیزمنې شوي ديانځور: Wakil Kohsar/AFP

د طالبانو په یو کلن حاکمیت کې د افغانستان اقتصادي وضعیت

د ژغورنې نړېواله کميټه یا آی. آر سي وايي چې عام افغانان په دغه وضعیت ډیره لوړه بیه پرې کوي: «د افغانستان شتنمۍ له کنګل کولو سره جوخت د ګډو همکاريو له پاره د پيسو کمښت او د دغه هیواد د بانکي سیستم پاشل کېدل د افغانستان د اقتصادي پاشل کيدو سبب ګرځيدلي دي.»

د دغه رپوټ پر اساس، د طالبانو له خوا د افغانستان په ډيرو کاري برخو کې د ښځو پر فعالیتونو محدودیتونه او ممنوعیت هم د دغه وضعیت یو بل لامل دی.

د یادې نړېوالې کميټې د رپوټ له مخې، په افغانستان کې مدني فعالیتونه هم له دغه وضعیت څخه په شدیده توګه اغیزمن شوي دي. دغه بنسټ زېاته کړې چې ۷۷ سلنه هغه مدني ټولنې او سازمانونه چې د ښځو له خوا رهبري کيدلې، په تیرو ۱۲ میاشتو کې ېې خپل مالي ملاتړ له لاسه ورکړی او په همدې دليل دوی اړ شوی چې خپل فعاليتونه ودروي. 

د ژغورنې نړېواله کمېټې ټینګار کړی چې په ځانکړې توګه د ښځو تر رهبرۍ لاندې سازمانونه او بنسټونه باید يو ځل بیا مالي مرستو ته لاسرسی ولري.

nf/af/mks/akh/ (dpa)