لودين: د مخالفينو سره خبري سمي رواني دي
۱۳۹۰ تیر ۱۹, یکشنبهويل کيږي د سولي عالي شورا د طالبانو د مشر ملا محمدعمر او ګلبدين حکمتيار سره هم غيرمستقيمي خبري کړي دي، او نوې اميدواري ئي ورکړې ده.
د سولي د عالي شورا مرستيال مولوي عطا الله لودين ويلي دي، چي د امنيت شورا د تور ليست څخه يې د يو شمېر طالب مشرانو نومونه ايستلي او په کرا کرا سره به نورهم و ايستل سي.
مولوي لودين وايي، چي د طالبانو له پاره يې د مصوون آدرس پيدا کولو بندو بست کړی دی اولیري نه ده چي، په عملي توګه د طالبانو د مشرانو او با صلاحيته استازوسره د سولي خبري پيل سي.
خو کله چي د لودين څخه پوښتنه وسوه، چي طالبانو د سولي د عالي شورا د خبرو د پيل کيدو خبره رد کړې ده دا ولي؟ ويې ويل دا د طالبانو خپله پاليسي ده، چي نه غواړي د وخت نه مخکي د خبرو د پيل لړۍ افشا کړي.
د بلي خوا د خبرو له پاره د مصوون ادرس غم خوړل سوی دی او د سولي د خبرو د پرمخ بيولو له پاره لومړني اقدامات ترسره سوي دي. او دغه لړۍ په بري سره پرمخ روانه ده.
د کابل پوهنتون استاد سياسي کارپوه پوهاند ودير صافي په دې اړوند دويچه ويله ته وويل چي د طالبانو انجماد لانه دی مات سوی او تردې دمه يې د کابل سره د خبرو د پيل کيدو خبره نه ده منلې. خو بياهم که چيري د عالي شورا د غړيو ترمنځ د نظر يووالی موجود وي او په طالبانوکي نفوذ پيداکړي ښه خبره ده خوداچي د سولي عالي شورا د حکومت لخوا جوړه سوې ده دا به ګرانه وي چي د طالبانو د مشرانو سره جوړونکي خبري وسي.
داپه داسي حال کي ده چي د سولي عالي شورا دعوه لري چي د طالبانو سره د خبرو له پاره يې په ملي او نړيواله کچه ملاتړ ترلاسه کړی، او څه داسي خنډونه نسته چي د سولي د خبرو مخه ونيسي.
شورا وايي، چي سوله هر افغان وګړی غواړي. ځکه چي هرولايت ته يې پلاوو سفرونه کړي دي د کارسره يې پراخه ملي ملاتړ څرګند سوی دی. خو خلک وايي ترهغې چي طالب مشرانو د کابل سره د خبرو اعلان نه وي کړی ترهغې پوري د خلکو باور نه سي کيدای
جمال کوټوال/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل