1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

له ۱۲۰ ډیر د داعش ضد جنګیالي آلمان ته ستانه شوي

۱۳۹۷ آبان ۵, شنبه

چارواکو ویلي چې شاوخوا ۲۴۹ کسان له آلمان څخه سوریې او عراق ته تللي څو د اسلامي دولت یا داعش ډلې پر ضد وجنګیږي. د معلوماتو له مخې له ۲۰۱۳م کال راهیسې د دغو کسانو له ډلې څخه له ۱۲۰ ډیر یې بیرته آلمان ته ستانه شوي.

https://p.dw.com/p/37GYL
Syrien YPG in Rakka
انځور: picture-alliance/dpa/S. Suna

د آلمان په پارلمان یا بوندیستاګ کې د کیڼ اړخو د ګوند د یوې پوښتنې په ځواب کې د دې هیواد امنیتي ادارو یو لړ شمیرې خپرې کړې دي. د آلمان د امنیتي ادارو د معلوماتو پر اساس دوی په آلمان کې د شاوخوا ۲۴۹ داسې کسانو په هکله معلومات لري چې د داعش ډلې پر ضد جګړې له پاره عراق او سوریې ته تللي دي. د آلمان د امنیتي ادارو د شمیرو له مخې له دې دلې څخه ۱۲۴ تنه یې په سوریه او عراق کې تر جګړو وروسته بیرته آلمان ته راغلي دي. زیاته شوې ده چې له ۲۰۱۳م کال راهیسې له دغه شمیر کسانو څخه ۲۱ تنه یې د داعش ضد جګړه کې وژل شوي دي.

Syrien Kurdische Kämpfer der YPG in Rakka
انځور: Reuters/G. Tomasevic

د آلمان د کورنیو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې په سوریه او عراق کې د جنګیدلو کسانو په ډله کې آلمانان، ترکان، ترکي الاصله آلمانان او د سوریې اتباع شامل دي. دغه وزارت همدا راز ویلي چې دوی د داسې کسانو په هکله تر اوسه معلومات نه لري چې د کردانو له پیشمرګه ډلې سره یوځای شوي وي.

له ترهګرو سره د اړیکو په هکله پلټنې

د آلمان په پارلمان کې د کیڼ اړخو د ګوند سیاستوالې اولا یلپکه، چې له حکومت څخه یې په دې هکله د معلوماتو غوښتنه کړې، د حکومت پر اقداماتو سخت انتقادونه کړي دي. نوموړې آلمان ته د راغلو جنګیالیو او له ترهګرو ډلو سره د دوی د شکمنو اړیکو په هکله د حکومت د پلټنې پر بهیر انتقاد کړی دی. 

د کیڼ اړخو د ګوند دغې سیاستوالې د «نویه اوسنابروکر څایتونګ» په نامه ورځپاڼه کې خپل انتقاد په دې ډول څرګند کړی دی: «دغه حقیقت چې داعش ډله په شا تمبول شوې، د دې له پاره باید د کردانو د خلکو د حفاظت (Kurdish YPG) له ځواکونو او د دوی له رضاکاره جنګیالیو مننه وکړو. د بیرته راتګ پرمهال د ترهګرو ډلو د غړیتوب په هکله له دوی څخه پلټنې کول د خندا وړ موضوع ده.»

ترکیه چې د آلمان یو متحد هیواد دی، په سوریه کې د کردانو د خلکو د حفاظت ځواکونه «YPG» تورنوي چې په ترکیه کې د کردانو د کارګرو له ګوند «PKK» سره متحد دي. د کردانو د ګارګرو ګوند یا «PKK» په آلمان او ترکیه کې د ترهګرې ډلې یا سازمان په توګه پیژندل کیږي.

Syrien Kämpfer des Islamischen Kurdischen Fronts in Rakka
انځور: Getty Images/AFP/A. Martins

په عین حال کې د آلمان د جنايي جرمونو فدرالې ادارې (BKA) بیا ویلي چې دوی د ۳۲ داسې قضیو په هکله معلومات لري چې پکې دوی له دغو سیمو [سوریې او عراق] څخه د راغلو کسانو په هکله پلټنې کوي. له دې ډلې څخه په ۲۷ قضیو کې آلماني چارواکي بیا له ترهګرو ډلو سره د دغو کسانو د احتمالي اړیکو په هکله پلټنې کوي.

د آلمان د جنايي جرمونو فدرالې ادارې (BKA) زیاته کړې چې په دې ترڅ کې ۱۶ د پلټنې قضیې نور نه پلټل کیږي. د آلمان یادې فدرالي ادارې زیاته کړې چې له دې ډله څخه دوه تنه یې په آلمان کې عامه امنیت ته د تهدید په توګه پیژندل شوي دي.