له پاکستان څخه د جنګوي ډلي پر ضد د اقداماتو غوښتنه سوې
۱۳۹۰ آذر ۱۷, پنجشنبهافغان ولسمشر حامد کرزي، د چهارشنبي په ورځ د افغانستان د وروستیو خونړیو بریدونو پړه پر پاکستان میشته لشکري جنګوي ډلي واچوله. دغه بریدونه په کابل او مزارشریف کې د عاشورا د مراسمو پر مهال تر سره شول چي پکښي لږ تر لږه ۶۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
دا په افغانستان کي د خپل ډول لومړنۍ پیښه ده. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، مارک تونر، ویلي دي چي امریکا په افغانستان کي د وروستۍ پیښې له جزییاتو څخه نه ده خبره، خو د هغه په خبره کله چې د بهرنیو چارو وزیره، هیلري کلنتن، د اکتوبر په میاشت کي پاکستان ته تللې وه له اسلا آباد څخه یې وغوښتل چي د یاغیانو پر ضد عملیات وکړي. هغې د لشکري جنګوي په اړه هم فکر کاوه:
«دا په دقیقه توګه داسې یوه ډله ده چي د بهرنیو چارو وزیري له پاکستان څخه وغوښتل چي په وړاندي یې اقدامات وکړي.»
تونر وویل چي پر لشکر جنګوي همدا راز په پاکستان کي د ډیرو بریدونو د ترسره کولو تور دی. هغه زیاته کړه چي دغه ډله دواړو هیوادونو ته یو ګواښ دئ. هغه ټینګار وکړ چي د افغانستان، پاکستان او نړیوالې ټولنې تر منځ باید لا ډیره او دوامداره همغږۍ موجوده وي.
تونر همداراز دا خبره ومنله چي د کابل د ورستۍ پیښې د وژل شوو کسانو په ډله کي یو امریکایي وګړی هم شامل وو. هغه وویل چې وژل شوی کس یو امریکایي ملکي وو او د نورو معلوماتو د ورکولو څخه يې ډډه وکړه او ویې ویل چي د وژل شوي کس کورنۍ دغه غوښتنه کړې ده.
وروسته تر هغه چي افغان ولسمشر پر لشکر جنګوي د ورستیو بریدونه پړه واچوله د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند وویل، چي افغانستان بايد د خپلي ادعا له پاره د رسمي چاينلونو له لاري ثبوتو پاکستان ته ورکړي:
«لښکري جنګوي يو بند شوی سازمان دئ. موږ د کابل څخه غواړو چي د پيښي په اړه خپل شواهد د رسمي چاينلونو له لاري زموږ سره شريک کړي.»
په همدې حال کې بیا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، رحمان ملک، د دغه هیواد د رسنیو سره په مرکه کي د طالبانو او د لشکري جنګوي په ګډون د نورو یاغي ډلو څخه په پاکستان کې د عاشورا پر مهال د بریدونو ،د نه تر سره کولو له امله مننه کړي.
اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم