له پاکستان سره د سعودي د ۲۰ میلیاردو ډالرو پانګونې تړون
۱۳۹۷ بهمن ۲۹, دوشنبهد سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان، په پاکستان کې ویلي دي چې د دواړو تاریخي متحدینو اقتصادي اړیکي باید لا پسې غښتلي شي. ولیعهد د یوه جګپوړي پلاوي په ملتیا چې پکښې رسمي استازي او سوداګر شامل دي پاکستان ته سفر کړی دی.
محمد بن سلمان د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، سره د شلو میلیاردو ډالرو په ارزښت پانګوني تړونونه لاسلیک کړل. په دې کې پر نورو سربیره د ګوادر په بندري ښار کې د نفتو د تصفیې د یوې دستګاه جوړول شامل دي. په ګوادر کې چین اوسمهال د یوه بندر په جوړولو بوخت دی.
تود هرکلی
عمران خان خپل د اوږدې مودې متحد سعودي عربستان څخه د ملاتړ مننه وکړه او زیاته یې کړه: «د پاکستان او سعودي عربستان تر منځ اړیکي د بل هر وخت په پرتله پر ښه کیدو دي.» تر دې دمخه د سعودي عربستان ولیعهد ته اسلام آباد ته څیرمه په یوه پوځي هوايي ډګر کې د ۲۱ توپونو سلامي وشوه.
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان او د پوځ لوی درستيز جنرال جاوید قمر باجوه د هغه هرکلي ته ورغلي ول. د پاکستان پلازمېنه د خلکو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې او په زرونه امنیتي ځواکونه په ښار کې ځای پر ځای شوي دي. د ښار په ځینو برخو کې تلیفوني او انټرنټي خدمات ځنډول شوي دي.
لویدیځ ته خپل قوت ښکاره کول
آسیا ته د سفر په ترڅ کې، پاکستان لومړنی هیواد دی چې بن سلمان پکې تم دی. تر دې وروسته به هغه هند او چین ته هم سفرونه وکړي. د شنونکو له نظره آسیا ته د بن سلمان سفر د خپل قوت نندارې ته وړاندې کول دي.
د کارپوهانو په آند هغه غواړي لویدیځ ته دا په اثبات ورسوي چې د خبریال جمال خاشقجي د قتل په تړاو پر نړیوال انتقاد سربیره په آسیا کې دوستان لري. په سنګاپور کې د راجرتنام د نړیوالو اړیکو له بنسټ څخه جیمز دورسی، وایي چې هغه [بن سلمان] غواړي وښيي چې «په نړیواله کچه مردود شخص نه دی.»