1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

له وسله والو سره په نښته کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي

۱۴۰۲ آبان ۸, دوشنبه

د پاکستان د پوځ په حواله په بلوچستان ايالت کې له وسله والو سره د متقابلو ډزو پر مهال دوه عسکر وژل شوي دي. په دې ترڅ کې د دوو وسله والو د وژل کيدو خبر هم ورکړل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4YBbZ
د پاکستان پوځ ويلي دی چې  د بلوچستان د اواران په کهوړو سيمه کې له وسله والو سره د ډزو په ترڅ کې دوه پوځيان وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ ويلي دی چې د بلوچستان د اواران په کهوړو سيمه کې له وسله والو سره د ډزو په ترڅ کې دوه پوځيان وژل شوي دي.انځور: Sajjad Qayyum/AFP

د پاکستان د پوځ له خوا ويل شوي چې د يکشنبې په ورځ د بلوچستان د اواران په کهوړو سيمه کې له وسله والو سره د ډزو په ترڅ کې دوه پوځيان وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو دفتر «آې اس پي آر» د اعلامیې په حواله عسکرو د ترهګرو پټنځايونه موندلي ول او هلته یې عمليات پيل کړي ول. د دې عملياتو په ترڅ کې د دوو ترهګرو د وژل کيدو او دوو د ټپي کیدو خبر هم ورکړل شوی دی.

د پوځ د اعلامیې په حواله د شديدو ډزو په نتیجه کې د اوکاړه سيمې اوسيدونکی د پوځ ۳۷ کلن افسر آصف عرفان او د سرګودها سيمې اوسېدونکی ۲۲ کلن عسکر عرفان علي وژل شوي دي.

په اعلاميه کې زياته شوې چې په سيمه کې د موجودو ترهګرو د له منځه وړلو له پاره د لټون عمليات دوام لري.

د «آې اس پي آر» له خوا زياته شوې چې «امنيتي ځواکونه دترهګرۍ د له منځه وړولو هوډ لري او زموږ د زړورو عسکرو دا ډول قرباني مو هوډ لا پسې پياوړی کوي.»

تر اوسه لا روښانه نه ده چې د ډزو په تبادله کې ښکيل دا وسله وال له کومې ډلې سره تړاو لري. تر اوسه یې پړه هم هیڅ کومې ډلې نه ده منلې.

په بلوچسستان کې يو شمير وسله والې ډلې فعاليت لري چې د پاکستان پوځ په نخښه کوي. په تېره جولای میاشت کې په ژوب او سويي کې په ترسره شويو دې ډول بريدونو کې ۱۲ پوځيان وژل شوي ول.

په ۲۰۲۲م کال کې هم د وسله والو د يوه بريد په پايله کې د بلوچستان په کيچ سيمه کې لس عسکر وژل شوي ول.

زموږ له آرشيف څخه:

پخلاینه: آیا د پاکستان ضد ډلې په افغانستان کې فعالیت لري؟