له مړو سره ژوند
د فلېپين په پلازمېنه منيلا کې د کورونو کرايه د ښار د ډېرو بې وزلو کورنيو په وسه نه ده. له همدې وجې تقريباً ۶۰۰۰ انسانان د ښار په يوه هدیره کې ژوند کوي. انځورونه او معلومات.
د بې وزلو وروستۍ سرپناه
په منيلا کې له ۱۹۵۰مې لسیزي راهيسې خلک په هديرو او زيارتونو کې ژوند کوي. زياتره یې دومره عايد نه لري چې د کور کرايه ورکړي. له همدې امله یې ځيني د خپلو خپلوانو د قبرونو ترڅنگ اوسي. نور بيا د پرديو مقبرو ترڅنگ اوسي او په بدل کې يې د قبرونو ساتنه او ترميم پر غاړه اخلي.
دريم نسل
ډېري اوسيدونکي همدلته زيږيدلي دي. د ځينو کورنيو درې نسل دلته اوسي.
ستونزمن ورځنی ژوند
دلته ژوند له کړاونو ډک دی. اوبو ته لاس رسی نه شته. څوک چې ځان يا کالي پريولل غواړي، ترڅنگ پرتې د استوگنې په سيمه کې بايد اوبه په پېسو واخلي.
د شخصي حريم نه شتون
دلته کابو هيڅ شخصي حريم نه شته او په يو څو مربع متره ساحه کې ډېر انسانان ژوند کوي. د تلويزيون، پکې او يا ويديويي لوبو له پاره بريښنا، کله کله له يوه گاونډي څخه چې د استوگنې په سيمه کې ژوند کوي، په غلا را تيريږي.
مرگ او ژوند څنگ پر څنگ
د یوې کلیزې د لمانځې په موخه د منيلا ښار د شمالي هديرې اوسيدونکي د سندرو يوه سيالي کوي. په همدې هديره کې يو څو متره وړاندې همدا شيبه يو ماشوم خاورو ته سپارل کيږي.
ښخول او د مړو يادون
په دې هديره کې هره ورځ څو نوي قبرونه جوړيږي او مړي خاورو ته سپارل کيږي. په فلېپين کې د مړو يادون او هديرو ته په منظم ډول ورتگ رواج لري.
آيس کريم
آيس کريم پلورونکی هوبيتو په دې هديره کې ژوند نه کوي. خو هغه هره ورځ له درې کيلومتره وړاندې پرتې سيمې څخه دلته راځي څو د دې ځای ماشومان هم د خوښۍ يو څو شېبې ورلري.
بند پاته
ادوين اوروکی مخکې په سعودي عربستان کې آشپز وو. فلېپين ته تر سنيدو وروسته هغه په يوه ترافيکي پيښه کي ټپي شو. دی اوس کار نه شي کولی او له ۲۰۰۵م کال راهيسې په هدیرې کې په دې تمه اوسي چې خدای او د ده کورنۍ به یې دلته نه هيروي او يوه ورځ به له دې ځایه ووځي.
له کورنۍ سره ډوډۍ
نن د ماښام له پاره د «ابودو» په نوم دودیز خواړه چې له کبانو تياريږي، پاخه شوي دي. ریچارد د خپلې شپږ کسيزه کورنۍ له پاره چې دلته په يوه زيارت کې اوسي، دا خواړه چمتو کړي دي. ريچارد د ورځې د «جيپني» په نوم يو ډول مني بس چلوي. دا چې نوموړی به نور څومره دا دنده ولري، معلومه نه ده، ځکه د فلېپين حکومت غواړي دغه مني بسونه نور له ښاره ټول کړي.
د ښوونځي درس
د متودست کليسا د کاپيتاران - کاولاران - موسسې په دې هديره کې د ماشومانو له پاره د درس زمينه برابره کړې ده. ماشومان دلته ليک، لوست، رياضي او يو څو ټکي انگلسي زده کوي.
د انجيل درس
د هديرې د اوسيدونکو له پاره په منظم ډول د انجيل د درس زمينه هم برابريږي. دوی ډېره قوي عقیده لري او تمه لري چې يوه ورځ به له هدیرې څخه دباندې په ژوند کولو وتوانيږي.
ساتونکي او قبر کيندونکي
اروين زاپاتا (ښي اړخ ته) له کوچنيوالي د ماشومانو د قبرونو د ساتونکي په توگه کار کوي. دی او پنځه نور ملگري یې د مړو د ښخولو پر وخت مرسته کوي او وروسته د قبرونو ساتنه کوي. هغوی د دې غم هم خوري چې په هرو دريو کلونو کې د قبر د ځمکې له پاره ټاکل شوې، پېسې هم بايد ادا شي ـ که نه نو قبر ځای د نوي سره پلورل کيږي، يعني د زاړه قبر پر ځای نوی قبر جوړيږي.
د خپل کور خوب
ځوان کمبال کابانا له يولسو کلونو راهيسې په هديره کې ژوند کوي او د هدېرې د ټولو اوسيدونکو په څير دا هيله لري چې له دې ځايه دباندې په خپل کور کې ژوند وکړي. دی د سيالۍ کوتري ساتي او هیله لري چې يوه ورځ به په يوه سيالۍ کې ډېرې پېسې وگټي. بيا به دی او کورنۍ یې وکولای شي خپل ټول خوبونه رښتيا کړي.