له مهاجرو سره د کورنیو د یوځای والي ملاتړ
۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۷, چهارشنبهد آلمان د مسیحي خیریه سازمان کاریتاس مشر، یتر نیهر د آلمان په اوګسبوګر ښار کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې له [کورنیو سره] ګډ راتلونکی د یو مهاجر د بریالي ادغام یوه اساسي برخه ده. د کاتولیکي کلیسا دې لوړپوړي چارواکي په دې ترتیب سره د آلمان د بایرن ایالت په اوګسبورګ کې له مهاجرو سره د دوی د کورنیو د یوځای والي د موضوع ننګه وکړه.
نیهر ټینګار کوي چې کاتولیکي کلیساګانې باید په ځانګړې توګه د مهاجرو د کورنیو د یوځای والي په هکله، اړوند چارواکي په کلکه مخاطب کړي. پر دې سربیره، هغه د مهاجرت او پناه غوښتنې په هکله په «ډیري ریښتینولۍ» سره د بحثونو د ترسره کولو غوښتنه وکړه.
نوموړي په دې هکله وویل: «ادغام د رخصتیو د ورځو تفریح نه ده.» د هغه په وینا سیاست، رسنۍ او مدني ټولنې باید دا واضح کړي چې د ادغام له پاره اسانه لار نه شته. نیهر یادونه کوي چې د مهاجرو د راتلونکي په هکله بحثونه باید له یوه «پراخ لیدلوري» سره ترسره شي.
د کاریتاس سازمان مشر، همدا راز څرګنده کړه چې له مهاجرو سره د مسیحیانو مرستې ریښتیني دي او په دې هکله د کلیسا ګانو او کاریتاس استازې یوازي خبري نه کوي، بلکي په دې هکله عملي کار هم کوي. د هغه په وینا د مهاجرو له پاره د مشورې ورکولو د مرکزونو، ټولنیزو خدمتونو او همدا راز دوی ته د رواني ستونزو د مرکزونو شتون، کیدای شي د دې ادعا د ثبوت له پاره ښې موضوع ګانې وي.
اولریکه کوستکا، د آلمان د کاریتاس د خیریه سازمان مدیر بیا وايي چې مهاجرین له دینداره او ایمان لرونکو کسانو سره اړیکو ته ډیر درناوی کوي. د هغه په وینا، د کلیساګانو د استازو په توګه یوازې بايد د کاتولیکانو پر استازو باندي تمرکز و نه شي. کوستکا زیاتوي: «د مسیحیانو په توګه زموږ ماموریت له دې هم ډیر پراخ دی او موږ په ټولو مواردو او برخو کې مسوولیت لرو.»
(dpa,kna/ KH)
زموږ له ارشيف څخه: