له لارۍ موټر څخه نیول شوي مهاجر بیرته لادرکه شوي
۱۳۹۶ شهریور ۲۸, سهشنبهآلماني چارواکي کوښښ کوي د مهاجرو هغه پنځوس کسیزه لا درکه شوې ډله بیرته پیدا کړي، چې د شنبې په ورځ د آلمان پولیسو د پولند هیواد سرحدي پولې ته نږدې په یوه لارۍ موټر کې پيدا کړي ول. په دغو کسانو کې د نارینه و سربیره ښځې او ماشومان هم موجود ول.
له لارۍ موټر څخه ایستل شوي کسان د آلمان په ختیځ کې د ایزنهوتن شتات ښار د مهاجرو یوه مرکز ته د نوم ثبتولو او راجستر کیدو له پاره لیږدول شوي ول.
اوس ویل کیږي چې د عراقي مهاجرو دغه ډله له نوموړي مرکز څخه لادرکه شوې ده. د آلمان پولیس د دغو پناغوښتونکو د بیا پیدا کولو له پاره کوښښونه جاري ساتلي دي.
ویل کیږي چې د دغې لارۍ موټر چلونکی یو ترکی وو، کوم چې له سوریې څخه نیولی بیا تر هغه وخته پورې له دغو مهاجرو سره ملګری وو، چې د پولیسو له خوا ونیول شول. د لارۍ موټر نیول شوی ډریور (چلونکی) د انساني قاچاق په تور د پولیسو له خوا تر نیول کیدو وروسته اوس بندي دی.
د مهاجرو د نوموړي کمپ یا مرکز مشر فرانک نورنبرګر، ویلي دي«د دوی کوټې خالي دي». نورنبرګر زیاته کړې د چې د عیني شاهدانو په حواله دغه پنا غوښتونکي په څو کرولا ډوله موټرونو کې ځای پر ځای شول او داسې ښکاریده چې د آلمان په مختلفو ښارونو کې د خپلو خپلوانو او دوستانو سره د یوځای کیدو په هڅه کې ول.
په فرانکفورت ښار کې د څارنوالۍ یوه ویاند وویل چې دوی د قاچاقبرانو د باند له خوا د دغو کسانو د قاچاق کیدو پر احتمال تحقیق کوي.
انځوریز رپوټ زموږ له آرشيف څخه:(05.09.2017)