1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

له طالبانو سره یو ځای کیدونکی امریکايي نیول شوی

۱۳۹۸ مرداد ۵, شنبه

د امریکا فدرالي چارواکو خبر ورکړی چې د نیویارک ښار یو اوسیدونکی یې له طالبانو سره د یوځای کیدو او امریکایانو پر ضد د جنګیدو په تور نیولی دی. نوموړي غوښتل د امریکا له کینډي هوايي ډګر څخه افغانستان ته پرواز وکړي.

https://p.dw.com/p/3MogT
USA FBI - Ermittler - Symbol (Reuters(J. Bourg)
انځور: Reuters(J. Bourg

د امریکايي څارنوالو په خبره د امریکا متحده ایالاتو فدرالي پولیسو یا (اف، بي. آی) د دلاور محمد حسین په نامه دغه امریکايي تبعه د جمعې ورځې په سهار د امریکا په کینډي هوايي دګر کې افغانستان ته له پرواز څخه وړاندې نیولی دی.

تر نیول کیدو وروسته، تورن ۳۳ کلن حسین، د منهاټن فدرالي محکمې ته وړاندې شوی او د محکمې له لوري له ضمانت پرته د نیول او ساتل کیدو امر شوی دی. پر نوموړي ترهګرۍ ته د ملاتړ د هڅې تور دی. د تورن کس مدافع وکیلې امي ګالیشیو د جعمې په ورځ په دې هکله له تبصرې کولو ډډه وکړه.

په دې هکله د جرمونو یو شکایت چې په ۲۰۱۸م کال کې پیل شوی وو، وايي چې حسین د طالبانو په لیکو کې د یوځای کیدو له پاره علاقه څرګنده کړې وه او د حکومت یو مخبر یې هم دغه راز یوه کار ته هڅولی وو. په شکایت کې راغلي چې حسین د حکومت مخبر ته ویلي: «مخکې له مرګ څخه غواړم یو څو کفار ووژنم.»

امریکايي څارنوالانو ویلي چې حسین افغانستان ته د تګ او له طالبانو سره د یوځای ترمخه چمتوالی نیولی وو او د مخابرو او د پلي تګ په څیر یو شمیر توکي یې رانیولي وو. څارنوالانو زیاته کړې چې حسین حکومتي مخبر ته ویلي چې یو مقدار پیسې سپما کړي څو افغانستان ته په رسیدو سره وسلې پرې واخلي.

په امریکا متحده ایالاتو کې تر دغې پیښې وړاندې هم یو شمیر په خپله افراطي شوي ترهګر کسان د اسلامي دولت یا داعش ډلې سره د ټولنیزو رسنیو د تماس له لارې د ملاتړ او یا له یادې ډلې سره د یوځای کیدو په تور نیول شوي وو.

 AP /KH-AWA