1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

 حکومتي پلاوی په کوم قوت طالبانو سره مذاکرې ته ورځي

۱۳۹۹ شهریور ۱۸, سه‌شنبه

 په راتلونکو ورځو کې د افغانستان حکومت يو ۲۱کسيز پلاوې يوې داسې ډلې سره د مذاکرې له پاره ورځي چې ۱۹ کاله يې په کلکه له افغانستان حکومت سره جګړه کړې او تر اوسه يې هيڅ نرمښت نه دی ښکاره کړی.

https://p.dw.com/p/3i8ae
Afghanistan Unabhängigkeitstag 18.8.2019
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Maqbool

مهمه پوښتنه دا ده چې آيا  آيا د افغانستان حکومتي پلاوی به د طالبانو د مذاکراتي ټيم پر وړاندې برلاسی وي؟
د افغانستان حکومتي پلاوی، د شکل له لحاظه لږ تر لږه جامع دی چې په کې حکومتي چارواکي او د مختلفو اقشارو استازي برخه لري. که څه هم د ښځو ونډه په کې کمه ده او ځوانان هم د سیاسي تعلقاتو پر اساس ټاکل شوي، خو همدا د دوی محدود حضور هم طالبانو ته داسې يو پيغام رسوي چې دوی د شل کاله مخکې يو متفاوت افغانستان سره سر او کار لري.

افغان حکومت د «جمهوريت د حفظ» پر بنا د سولې مذاکراتو ته ورځي. خو حکومتي پلاوی څومره کولای شي له دغې ادعا څخه دفاع وکړي، هغه هم د داسې يوې سخت دريځې ډلې پر وړاندې چې تر اوسه هم خپلو پوځي عملياتو ته ادامه ورکوي او د نړۍ تر ټولو ځواکمن هيواد سره هم د سياسي بحثونو او چنې وهلو يو نيم کلنه تجربه لري.

د افغانستان د څيړونکو له شبکې څخه څيړونکی علي ياور عادلي وايي چې د حکومت مذاکراتي پلاوي د فردي لحاظه له يو ښه ترکيب څخه برخمن دی. هغه د دغه پلاوي مشر معصوم ستانکزي په ګډون، يو شمير غړو ته اشاره کوي چې تر دې مخکې يې د سولې د مختلفو پروسو په رسمي او يا هم غيررسمي غونډو کې له طالبانو سره ليدلي او هغوی سره يو لړ اړيکې لري.

پردې سربیره، د حفيظ منصور او داکتر امين احمدي په څير افراد چې په ديني برخه کې ژورې مطالعې لري چې کولای شي د طالبانو له خوا د «اسلامي حکومت» د جوړيدو پر ټينګار له ديني اړخه استدلال وکړي.

د افغانستان د مدني ټولنې د مجتمع مشر، عزيز رفيعي وايي که څه هم «دغه پلاوی ټول شموله او ډير کاري نه دی» او دلته د افغانستان پر ځای، سياسي او ګوندي ملاحظات په نظر کې نيول شوي دي، ځکه چې د سياست او اقتدار بقا مطرح ده» خو بيا هم کله چې د سولې برنامه راځي دغه ډله د طالبانو په مقابل کې د يو باوزنه او ښه دريځ درلودونکې ده.

رفيعي وايي: «زما په نظر د افغانستان حکومت کولای شول چې يو ډير قوي او هراړخيز پلاوی واستوي، خو زه نه پوهيږم چې ولې يې دغه تصميم نه دی نیولی او د خپلې خوښي ټاکلي افراد يې تعيين کړي، چې په دوی کې يو شمير يې ښه کاري سابقه نه لري او په مخکينو څو ماموريتونو کې يې هم بريالي نه ول.»

Russland Vertreter der Taliban in Moskau
طالبانو تر اوسه پر «اسلامي حکومت» ټينګار لري او د يو عصري افغانستان له پاره يې خپل پروګرامونه نه دي ښودليانځور: picture-alliance/Sputnik/V. Astapkovich

«د لازمې سياسي اجماع نشتوالی»

 د امريکا متحده ايالاتو سره د طالبانو په يونيم کلن مذاکراتو کې معلومه شوه چې دغه ډله ډيره نرمښت نه لري. طالبانو له امريکا سره په مذاکراتو کې خپلو اصلي غوښتنو ته، یعنې له د نړيوالو ځواکونو تدريجي وتل او د ۵۰۰۰ طالب بندیانو پر آزادولو بریالي شول. يوازېنی لوی امتياز چې افغانستان له دغه تړون څخه په لاس راوړ هغه د بين الافغاني مذاکراتو پيليدو ته د طالبانو حاضريدل دي.

د علي ياور په آند، دا چې د افغانستان د پلاوي جوړښت د ټولنې د مختلفو اقشارو څخه استازيتوب کوي، په اصل کې يوه ښه خبره ده او دا د جمهوريت د تبارز ورکوونکي په توګه پيژني، خو زياتوي چې ستونزه دا چې »په دننه کې د جمهوريت تر ستر چتر لاندې لازمه سياسي اجماع شتون نه لري.»

داسې ښکاري چې د دې ډول يوې اجماع نه شتون، د مصالحې عالي شورا له لوي د پلاوي د جوړښت پر سر د وروستي جنجال له امله وي. وروسته له هغې چې ولسمشر اشرف غني د مصالحې د عالي شورا ۴۶ غړي معرفي کړل، د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي، د اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار او د جمعيت اسلامي ګوند مشر صلاح الدين رباني په هغه کې خپل غړيتوب ونه منل. تر څنګ عبدالله عبدالله هم وويل چې د دغه نوملړ جوړول د مصالحې عالي شورا د رئيس کار دی او د غني تصميم يې رد کړ.

عادلي وايي هغه کسان چې په دغې شورا کې يې خپل حضور رد کړی، هغه په دې دليل دی چې دوی فکر کوي چې ولسمشر غني هڅه کړې تر څو خپل افراد په دغې کميټه کې ځای پر ځای کړي او د ټول بهير کنټرول په خپل لاس کې ولري.

د تيرو پنځو کلونو تجربو او د عبدالله او غني تر منځ د لاسليک شوي سياسي تړون ته په کتو، د دغه ډول اختلافاتو رامنځ ته کيدل، طالبانو سره د مذاکراتو پر مهال هم له امکانه لرې نه ده. عادلي چې د افغان شنونکو شبکې د يوه تحقيق له پاره يې د حکومت د مذاکراتي ټيم له يو شمیر غړو سره خبرې کړي، وايي چې هغوی هم په دې اړه انديښنه لري.

د هغه په خبره د مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کميټه چې اصولا بايد پالیسي ېې ټاکلې وی، چې مذاکره کونکی پلاوی يې پر اساس طالبانو سره بحث ته داخل شوی وی، لا تر اوسه نه ده جوړه شوې.

عادلي که څه هم د مصالحې عالي شورا جوړيدل يو «ښه ميکانيزم» په توګه ارزوي، خو وايي چې ستونزه په دې کې ده چې «همدغه ميکانيزم په عمل کې په يو ډول سره پاشل شوی دی.»

عادلي وايي: «د دغه ميکانيزم نه رامنځ ته کيدل د دې سبب ګرځيدلی چې زموږ په دريځونو کې يو ډول ګډوډۍ ولرو چې دا به د مذاکره کونکي پلاوي په منځ کې د بې نظمۍ او ګډوډۍ رامنځ ته کيدو سبب واقع شي او په پايله کې به يې د دغه تصميم غړي خپلو اړوندو ډلو ته وروګرځي.»

په جمهوريت کې ډلې

که څه هم تر اوسه روښانه نه ده چې طالبان به په مذاکراتو کې دافغانستان له پاره څه پروګرامونه وړاندې کوي. سربيره پر دې چې د طالبانو په منځ کې د اختلافاتو د موجوديت په اړه رپوټونه موجود دي، خو دغې ډلې په ځينو حالاتو لکه د اختر درې ورځني اوربند په څير تصميمونو کې ښودلې چې دوی پر خپلو سيمیزو جنګياليو باندې کنټرول لري. دغه ډله تر اوسه د يوه «اسلامي حکومت» پر جوړيدو باندې ټينګار کړی دی او امريکا سره په شوي تړون کې هم «د بين الافغاني مذاکراتو څخه راوتلی اسلامي حکومت» څخه يادونه شوې ده.

Afghanistan | Wahlen, Kanditaten  Abdullah Abdullah und Ashraf Ghani
سیاسي شنونکي وايي په کابل کې شته سیاسي اختلافات به ممکن د مذاکراتو پر جريان خپل منفي اغيز ولريانځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/M. Hossaini

شنونکي وايي په کابل کې شته سياسي اختلافات، ممکن د مذاکراتو پر بهير باندې منفي اغيز واچوي. علي ياور عادلي وايي د جمهوريت په تړاو ستونزه دا ده چې تر اوسه لا وروستۍ وضعیت (End state) مشخص شوی نه دی. هغه وايي چې د جمهوريت په تړاو درې ډولونه د پيژندګلوۍ وړ دي.

د دغه شنونکي په خبره، په ولسمشر غني پورې اړونده کړۍ غواړي د مذاکراتو جريان په کنټرول کې ولري او د حکمتيار د سولې توافق په څير، طالبانو سره هم توافق ترسره شي، چې په هغه کې طالبان نه يوازې په نظام کې بلکې په حکومتي اداره کې هم ورګډ شي.

عادلي زیاتوي چې دوهم ډله هغه کسان دي چې وايي د جمهوريت لوی چوکاټ بايد حفظ شي خو تر څنګ په اساسي قانون کې يو لړ تعديلاتو ته اړتيا هم ليدل کيږي چې عملي کيدو له پاره ېې دوه کاله وخت ته اړتيا ده. هغه وايي، د عبدالله ډله به، حتي تر حکمتيار او حامد کرزي پورې کسان له دغې طرحې څخه ملاتړ وکړي.

هغه دريمه ډله هغه کسان ښي چې په اوضاع کې پرمختګونه څاري او غواړي چې «د فرصت پر اساس» مخ ته ولاړ شي. دوی په حاضر وخت کې ثابت دريځ نه لري.

خو عزيز رفيعي وايي چې دغه ډول خپل منځي اختلافات طالبانو په منځ کې هم شتون لري: «زه فکر کوم چې د نظر اختلاف په دواړو اړخونو کې شته. د افغانستان پلاوي په منځ کې د نظر اختلاف د حل وړ دی. مقابل لوري د اختلافاتو د حل له پاره، خپل رهبران او افراد حذفوي.»

دويچه وله د/م.ک.ص./م.ک.ص.