له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
«د سوریي یاغیانو له بشري حقونو څخه سرغړونه کړې»
د بخښنې نړیوال سازمان د سوریې پر یاغي ډلو له بشري حقونو څخه د سختو سرغړونو تور لگولي دی. دغه سازمان په یوه رپوټ کې د پنځو هغو ډلو نومونه ثبت کړي چې د سوریې په شمال کې جنګیږي. دا د النصره جبهه، احرار الشام، حرکت نور الدین زنکي، د حلب ۱۶ فرقه او د شام جبهې ډلې دي. زیاته شوې چې د سوریې وګړي د یاغیانو تر ولکې لاندي سیمو کې د زور زیاتي مثال په توګه له شکنجې او د اعدام د یوې «بوږنونکې» څپې سره مخ دي.
په مدینه کې ځانمرګي برید ۴ پولیس وژلي
د سعودي عربستان په مدینه منوره ښار کې نبوي مسجد ته نزدې یوه ځانمرګي برید څلور پولیس وژلي دي. د کورنیو چارو د وزارت په حواله په برید کې څلور امنیتي ساتونکي ټپيان شوي هم دي. زیاته شوې چې امنیتي ساتونکو هڅه کړې وه ځانمرګی برید ګر د هغه د مخه چې چاودیدونکي توکي وچوي، ودروي.
د ترکیې د بریدونو په تړاو نور شکمن کسان هم نیول شوي
د ترکیې د استانبول په اتاترک هوايي ډګر باندې د خونړي ځانمرګي برید یوه اوونۍ وروسته د ۱۷ شکمنو کسانو د نیولو امر شوی. د رسنیو په حواله له دوی څخه يې ۱۱ روسي تابیعت لري. د دې سره د برید په تړاو د نیول شویو شمیر ۳۰ تنو ته لوړ شوی. لا د یکشنبې په ورځ هم د ترهګرې ډلې «اسلامي دولت» سره د تړاو درلودونکو شکمنو د نیولو امر شوی وو. د ترکیې حکومت د برید پړه پر «اسلامي دولت» ډلې ور اچوي.
رپوټ: آلمان ته د راتلونکو مهاجرو شمیر کم شوی
آلمان ته د راتلونکو مهاجرو شمیر په جون میاشت کې یو ځلي بیا کم شوی دی. د «Rheinische Post» ورځپاڼې د آلمان د فدرالي پولیسو په حواله خبر ورکړی چې په جون میاشت کې یوازې ۴۹۰۰ نوي مهاجر ثبت شوي دي، په داسې حال کې چې په می میاشت کې آلمان ته ۱۶۳۰۰نوي مهاجر راغلي ول.