له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
د امریکا سنا د سپتمبر ۱۱ مي قربانیانو کورنیو ته د شکایت حق ورکړ
د امریکا د سنا مجلس د یوې پریکړې په اساس د ۲۰۰۱م کال د سبتمبر د ۱۱ د بریدونو قربانیان د سعودي عربستان پر حکومت دعوا کولای شي. سناتورانو په واشنګټن کې په دې اړوند یوه مسوده تصویب کړه. په راتلونکو ورځو کې به د استازو مجلس په اړه بحث او رای ګیري ترسره کړي. د دې وړاندیز پس منظر دادی چې د نیویارک او واشنګټن د دغه بریدونو له پاره د سعودي عربستان حکومت هم پړ بلل کیږي. خو د سعودي مشرتابه دغه تور ردوي.
پيښور: پر پولیسو بمي برید مرګ ژوبله اړولي
په پیښور کې پر پولیسو د دوو بریدونو په نتجه کې یو پولیس وژل شوی او ۹ ټپيان شوي دي. د پولیسو یوه مشر شیر خان وویل چې لومړی د سړک د غاړې یو بم وچاوده او دوهمه چادونه هغه وخت وشوه چې پولیس او د ځاي رسنیو کارکوونکي د پيښي سيمي ته ورسیدل. ده وویل چې په ټپيانو کې د پولیسو ترڅنګ ژغورنکي او د رسنیو کارکوونکي هم شامل دي.
ترکیه: د پارلمان غړي ښايي مصؤنیت له لاسه ورکړي
په ترکیه کې د پارلمان ۱۳۸ غړي د مصؤنیت له لاسه ورکولو او له دې سره د قانوني تعقیب له ګواښ سره مخ دي. د لکه څرنګه چې د پارلمان د لومړۍ رایګیري څخه څرګنده شوه، «ای کې پي» برحاله اسلامي محافظه پال ګوند د غړیو اکثریت د دې ګام څخه ملاتړ کوي. په اړه به پریکړنده رای اچونه د جمعې په ورځ ترسره شي. د مصؤنیت د بیرته اخیستلو څخه به په پارلمان کې د موجودو ټولو څلورو ګوندونو استازي اغیزمن شي.
یمن د بشري مرستې بودجې د کمښت سره مخ دی
ملګرو ملتونو په یمن کې د ناوړه وضعیت له کبله خبرداری ورکړی. په نیویارک کي د بشري مرستو د برخې مشر جان کنګ وویل چې د نړیوالې ټولنې له خوا د بشري مرستو په برخه کې شوې ژمنې د نشت برابر دي. ده وویل چې د اړینو ۱،۸ ميلیارد ډالرو یوازې شپږمه برخه پیسې دوی ته رسیدلي دي. په داسې حال کې د امریکا، برېتانیا، اروپايي ټولنې او جاپان له بسنه ورکړل شوې، هالنډ او سعودي عربستان تر اوسه هیڅ پیسې نه دي ورکړي.
د وینزويلا پارلمان د ولسمشر پر ضد دریدلی
په وینزويلا کې د واک پر سر د جګړې په ترڅ کې پارلمان ولسمشر نیکولاس مادورو او پوځ ته د ځانګړي قدرت سپارل رد کړل. د پارلمان محافظه پال اکثریت په دې آند دی چې د مادورو فرمان په هیواد کې ډیموکراسۍ او اساسي قانون ترمنځ درز لا پسې ژوروي. اپوزیسیون یو ځلي بیا د مظاهرو اعلان کړې چې امنتیي ځواکونو ته ورکړل شوی نوی قدرت به تر سوال لاندې راولي. دغه هیواد دمګړۍ له سخت اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان ده.
د اوریګن په مقدماتي ټاکنو کې ساندرز مخکي دی
په امریکا متحدو ایالاتو کې ولسمشرۍ ته د کانديدانو په ګوندي ټاکنو کې هیلري کلنټن په اوریکن ایالت کې له ماتې سره مخ شوې. د نوموړې سیال بیرني ساندر له ۵۳ سلنه رایو سره مخکې شو. کلنټن ۴۷ سلنه رای ترلاسه کړې. خو بیا په کنټاکي کې کلنټن وکولای شي په ډير کم توپير سره ساندرز ته ماتې ورکړي. د ټولو استازو شمیر ته په کتو سره کلنټن له ساندرز څخه ډیره مخکې ده.