له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
په کابل کې د یوه ځانمرګي برید مخه نیول شوې
د افغانستان پر کورنیو چارو وزارت د یوه ځانمرګي برید مخه نیول شوې. د دغه وزارت ویاند نجیب دانش د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې یو سړی چې موټر یې په چاودیدونکو توکو بار وو، د کورنیو چارو وزارت ودانۍ ته نژدې د پولیس تر یوې پوستې تیر شو خو په دوهمه کې ودرول شو. ده وویل: «دغه تن د پولیسو د استخباراتو له خوا وپيژندل شو او اوس نیول شوی دی.»
په بغداد کې خونړی ځانمرګی برید
د عراق په پلازمېنه بغداد کې د غبرګوو بریدونو له امله ۴۴ انسانان وژل شوي. د عیني شاهدانو او روغتون د عملې په حواله د بغداد د شعیه میشته سیمي الشعب په یوه بازار کې د بریدونو له امله ۹۰ تنه ټپيان شوي هم دي. عیني شاهدانو ویلي دي چې یو ځانمرګی برید د یوې ښځې له خوا ترسره شو. افراطي ډلې «اسلامي دولت» (داعش) د یوه انترنتي پیغام له لاري د برید پړه منلې ده.
د اوربند او سولي مذاکراتو په اړه مشورې
په ویانا کې د سوریې د تماس ډلي د اوربند او د ژنیو د سولي د خبرو اترو د بیرته پيلولو په اړه سلا مشورې پیل کړي. په دغه غونډه کې د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، له خپل روسي سیال سرګې لاوروف او د آلمان د بهرنیو چارو له وزیر فرانک والتر شتاین مایر سره ګډون کوي. شتاین مایر وویل چې موخه مو د اوربند ټینګول او کلابندو سیمو ته په مرستو رسولو سره د سوریې اپوزیسیون د خبرو میز ته راوستل دي.
له لیبیا سره د وسلو مرسته کیږي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنځه ویټو قدرتونو، آلمان او نورو هیوادونو استازو په ویانا کې د لیبیا د ملي یووالي له نوي حکومت سره د وسلو د مرستي پریکړه کړې. لږ موده مخکې رامنځته شوی دغه حکومت له تند لارو اسلامپالو ډلو او په تیره بیا داعش سره جګړه کوي. په ۲۰۱۱م کال کې ملګرو ملتونو له لیبیا سره د وسلو پر تجارت بندیز لگولی وو.
په ناگورنو قره باغ کې به اوربند ادامه پیدا کړي
د قفقاز د غرنۍ سیمې ناگورنو قره باغ د لانجې په ترڅ کې د ارمنستان او آذربایجان ولسمشران د تازه رامنځته شوي اوربند پر ټينګښت سره سلا شوي دي. د دواړو هیوادونو د مشرانو ترمنځ دغه غونده په ویانا کې د امریکا متحدو ایالاتو، روسیې او فرانسې په منځګرتوب ترسره شوه. په شریکه اعلامیه کې ویل شوي چې دواړه مشران په پام کې لري د نورو خبرو اترو په موخه په جون میاشت کې سره وګوري.
په راتلونکي کې هم پر اټومي انرژۍ حساب
د یوه رپوټ په حواله اروپايي ټولنه غواړي په راتلونکي کې هم د اتومي انرژۍ پر استفادې حساب وکړي. د «شپیګل آنلاین» مجلې په خپل رپوټ کې چې د اروپایي ټولنې د ستراتیژیک سند پر بنسټ یې ورکړې ویلي چې اروپايي ټولنه غواړي د اتومي انرژۍ په سیکتور کې له خپل تخنیکي تسلط څخه دفاع وکړي. زیاته شوې چې غړي هیوادونه باید د څيړنو، انکشاف مالیې او د نویو نوښتګرو ریاکتورونو د جوړولو په برخه کې لا زیاته همکاري وکړي.