له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
د سوريې کردانو خودمختاره سیمه اعلان کړې
د سوريې یوه کردي استازي د رامایلان په ښار کي د ډیرو کردي گروپونو سره تر لیدني کتني وروسته وویل ، چي د سوريې ددرو منطقو دپاره یو فدراسیون پلان سوی دی . په ژنیو کي د سوريې دسولي د خبرو گډون کونکو دغه فیصله سخته غندلې ده . د اپوزیسون یوه نماینده ویلي دي ، چي په کردي سیمه کي د خود مختارۍ اعلان غیر قانوني او د منلو وړ ندی . حکومت هم دغه گام غندلی دی.
په يمن کي د هوايي بمباريو د کمولو اعلان
د امريکا متحده ايالاتو د سعودي عربستان په رهبرۍ نظامي اییتلاف هغه اعلان هرکلی کړی دی چي پر یمن باندي خپلي بمبارۍ راکموي. د دغه عربی اییتلاف ویاند برید جنرال احمد السیري د چارشنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته ویلي وه، چي «یو کال دمخه پيل سوي عملیات اوس خپلي وروستۍ مرحلې» ته نژدې سوي دي. دغه اعلان یوه ورځ وروسته تر هغه کیږي چي د یمن په شمال کي د سختي هوايی بمباری په نتیجه کي ۱۱۹ کسان وژل سوي وه.
يونان ته نور مهاجر رسېدلي دي
د یونان د لیزبوس او خیوس د جزیرو څخه ددغه هيواد د پیریوس بندري ښار ته د جمعې په ورځ ۶۴۰ مهاجرين ته رارسیدلي دي. یوه شپه تر هغه دمخه هم ۴۵۰ نور مهاجرين هلته راغلي وه. په پیریوس کي د کمپونو وضعیت ډیر خراب دی او په خیمو کي پدې منځ کي تر ۴۵۰ اضافه مهاجرين ژوند کوي. لکه څنگه چي رپورټرانو خبر ورکړی دی ، په همدې خاطر د مختلفو هیوادو د مهاجرينو په منځ کي اخوډبونه رامنځته کیږي.
په ترکيه کي د آلمان سیاسي نمايندگۍ تړلي دي
په ترکیه کي د مشخصو ترهگري اعمالو له کبله ډیر الماني تأسیسات تړل سوي دي. درو خارجي استخباراتي سازمانو د جرمني استخباراتي ادارې BND ته د یوې ممکنه حملې په ارتباط نومونه،عکسونه او حتی تلیفون لمبرونه ورکړي وه. په همدې دلیل پرون فیصله وسوه، چي په انقره کي د جرمني سفارت او په استانبول کي د دوی قونسلگري او په دواړو ښارو کي الماني مکتبونه وتړل سي.
سور صلیب: بين امللي ټولني افغانستان هیر کړی دی
سره صلیب پر بين امللي ټولني باندي تور لگولی دی ، چی د افغانستان خلگ یې هیر کړي دي. د بين امللي سره صلیب د کمیټې رییس پیتر موریر د کابل څخه د خپل پنځه ورځني سفر په اخره ددې څخه خبرداری ورکړ اوویې ویل، چي داسي معلومیږي، په هره اندازه چي افغانستان په تشدد او فقر کي ډوبیږي، په هغه اندازه د نورو هیوادو توجه ورته راکمیږي.