له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
په جاکارتا کي د بريد پړه داعش منلې
تروريستي ډلي اسلامي دولت د اندونیزیا د پایتخت جاکارتا د حملې مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی. په اندونیزیا کي د دغي ډلي په انټرنیټ پاڼه کي راغلي دی چي جنگیالیو پر خارجي اتباعو او امنیتي قواوو باندي حمله کړې ده. د جاکارتا امنیې قومندان ټیتو کارناویان هم اعلان کړی دی چي په ښکاره ډول سره اسلامپاله ډله د دغي حملې تر شا وه. په دغه يرغل کي د يرغلگرو په گډون ۷ انسانان وژل سوي دي.
په ترکيه کي چاودنه
د ترکیې د جنوب شرق د دیارباکیر ولایت د پولیسو پر یوه ماموریت باندي په بمي چاودنه کي لږترلږه پنځه انسانان وژل سوي او ۳۹ نور ټپيان سوي دي. ددغه ایالت والي خبر ورکړی دی، چي برید دکردي ياغيانو منع سوي سازمان- PKK ددغه ولایت چنار په ناحیه کي تر سره کړی دی. په قربانیانو کي دپولیسو د کورنیو غړي هم شامل دي. د بمي چاودني سره په ورته وخت کي برید کونکي فیرونه هم کړي دي.
المان غواړي د مهاجرود ارقامو د تبادلې قانون تصویب کړي
د جرمني پارلمان د مرکز او ایالتو تر منځ د مهاجرو د ارقامواو معلوماتو د ښې تبادلې په خاطر یو قانون ته رايي ورکوي. د هغهد مسودې پر اساس باید د ارقامو داسي یو مرکزي سیسټم جوړ سي ،چی دهغه څخه نوري ټولي مربوطه ادارې اصلي ارقام واخیستلای سي. په دې وسیله به د نورو تر څنگ د مهاجرو ددوه واري راجستر کیدو مخنیوی وسي. دنوو مقرراتوله مخي به راجستر سوو کډوالو ته یونوی د پیژندگلوی کارت هم ورکول سي.
ترکیه مهاجر بیرته سوريې ته اخراجوي
د ARD ټلویزوني چینل د مونیتور- Monitor خپروني پر اساس ترکیه جنگي مهاجر په سیستماتیک ډول سوريې ته شړي او په دې ډول سره د نړیوالو قوانینو خلاف عمل کوي. ARD د مختلفو مهاجرو درپوټونو په حواله ویلي دي ، چي دوی د ترکي سرحدي مامورینو پواسطه بیرته سوريې ته شړل کیږي ، مخکي تر دې چي هغوی د قاچاقبرانو پواسطه پر تیښته باندي بریالي سي.
اوباما اوپوتين د اوکراين او سوريې د بحرانو په هکله مشورې کړي
دامريکامتحده ايالاتو جمهوررييس بارک اوباماد روسيې له جمهوررييس ولاد يمير پوتين سره د اوکراين او سوريې د بحرانو په هکله مشورې وکړې.د سپيني ماڼی د معلوماتو پراساس اوباما د پوتین سره په تلیفون کي د اوکراين د بحران د«دیپلواتیک حل» پراهمیت باندي ټینگار وکړ. د رپوټونو پراساس دوی همدارنگه د سوریې د شخړي په هکله د امنیت شورأ د پریکړه لیک پر عملي کولو باندي هم خبري کړي دي.