له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
«ترکیه د عراق له شمال څخه د ځواکونه یوه برخه راباسي»
د بغداد له غوسې ډک احتجاجونو وروسته ترکیې د عراق له شمال بعشیقة، څخه د ځواکونو د یوې برخې پر راایستلو پېل کړی دی. د دوشنبې په ورځ د ترکیې د انادولو په نوم دولتي خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې له لسو څخه تر دولسو موټرو چې پکښې ټانکونه هم شته یو کتار د شمال پر لور حرکت کړی دی. خو دا خبره نامعلومه ده چې دغه عسکر به د کردانو تر کنترول لاندې شمالي برخه کې پاتې شي او که بیرته به ترکیې ته ولاړ شي.
مېرکل د کډوالو په سیاست کې خپل دریځ ته ژمنه پاتې ده
د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل پر دې خبره ټینگار کړی دی چې د کډوالو په شمیر کې د پام وړ کموالی راوستل غواړي. د آلمان په کارلز روهه ښار کې د مسیحي دیموکرات گوند یا (سي ډي یو) کنگره کې مېرکل وویل چې دغه پریکړه د ټولو په گټه ده. د هغې په خبره د آلمان له پاره دا خبره مطرح ده چې د کډوالو پالنه وکړي او په ټولنه او د کار په بازار کې هغوی ادغام کړای شي.
یمن کې د اوربند د رامنځ ته کیدو هیلې مخ پر زیاتیدو دي
د یمن له پاره د سولې د خبرو اترو د پیلیدو تر مخه نن شپه یو اوربند نافذیږي. دغه خبر د «العربیه» په نوم تلویزوني چینل د حکومتي پلاوي د یوه غړي له قوله ورکړی دی. لا تر مخه د شنبې او یکشنبې په ورځو د حوثي یاغیانو یوه ویاند د یوه اوربند اعلان کړی وو. په پام کې ده چې د سه شنبې له ورځې راهیسې د جگړې ښکیل اړخونه په ژنیو کې د ملگرو ملتونو په منځگړتوب د یوې تل پاتې سولې په هکله خبرې اترې پېل کړي.
«داسې شواهد نه شته چې الوتکه دې د ترهگرۍ ښکار شوي وي»
د مصري چارواکو د خپلو معلوماتو له مخې داسې کوم نخښې نښانې نه ویني، چې د سینا پر ټاپو کې روسۍ مسافر وړونکي الوتکه د کوم د ترهگر برید له کبله رالویدلي وي. خو زیاته شوې ده چې څیړنې لا ختمې شوي نه دي. د اکتوبر میاشتې پر ۳۱ مه نېټه د روسۍ مسافر وړونکي الوتکې د رالویدو په پيښه کې ټول ۲۲۴ تنه وژل شوي وو. د روسیې له نظره دغه الوتکه د یوه بمب د چاودیدو له کبله رالویدلې ده.
په پر له پسې ډول څلورم کال په نړیواله کچه د وسلو او تجهیزاتو د سلو سترو شرکتونو په خرڅلاو کې کمې راغلی دی. په ستوکهلم کې د سولې د څیړنیز انستیتوت «سیپري» د خبر له مخې دغو شرکتونو په ۲۰۱۴م کال کې په ټوله کې ۳۶۵ میلیارده یورو تر لاسه کړي دي، چې دغه څه د ۲۰۱۳ کال په پرتله ۱،۵ سلنه کموالی ښيي. په ۲۰۱۴م کال کې تر ټولو زیات د شمالي امریکا او لویدیځي اروپا د وسلو تولید کونکو شرکتونو عایدات لږ وو.
فلیپین کې طوفان په سلونو زرو انسانانو بې کوره کړي
په فلیپین کې د «میلور» په نوم د طوفان له کبله تر ۷۰۰۰۰۰ زیات انسانان خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي. لکه څرنگه چې د دغه هیواد له طبیعي آفاتو سره د مبارزې ادارې خبر ورکړی دی یوازې له البې ولایت څخه د سختو اورښتونو وروسته شپږ لکه انسانان د ځمکې ښویدنې او سیلابونو د ویرې له کبله تښتیدلي دي. د دغې ادارې په وینا لا تر اوسه انسانانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.