له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
یونان د مقدونیا پر پوله د مهاجرو کمپ خالي کړی دی
د یونان پولیسو د مقدونیا پولې ته څیرمه د مهاجرو یو کمپ چې پکښې شا او خوا ۲۳۰۰ تنه وو، خالي کړی دی. مهاجر چې زیاتره یې پاکستانیان، مراکشیان، الجزاریان او سومالیان وو په سرویسونو کې آتن ته بیول شوي دي، چیرې چې هغوی په یوه چت لرونکي ستودیوم کې ځای پر ځای کړل شوي دي. د پولیسو یوه استازي ویلي چې مهاجر یوه میاشت وخت لري چې خپلو اصلي هیوادونو ته بیرته ولاړ شي.
د افغانستان د ملي امنیت ادارې مشر له خپلې دندې استعفا وکړه
د افغانستان د ملي امنیت ادارې رئیس رحمت الله نبیل له خپلې دندې څخه استعفا کړې ده. رسنیو ته د هغه د استعفا یوه کاپي هم استول شوې ده چې پکښې له ولسمشر سره د «پالیسی» پر سر اختلاف عنوان شوی. په دغه لیک کې نبیل وړاندې ویلي دي چې په تیرو څو میاشتو کې «د پالیسو د موضوعاتو په هکله د توافق کموالی» وو او په وینا یې ولسمشر پر ده داسې شرایط تحمیل کړي وو چې د ده کار ساحه یې محدوده کړې وه.
د آلمان اردو د سوریې ماموریت پیلوي
د ترهگر سازمان «اسلامي دولت» پر ضد د نړیوالې مبارزې د ملاتړ په موخه د آلمان د هوايي ځواک لومړیو سرتیرو حرکت کړی دی. یوه ایر بوس الوتکه چې پکښې ۴۰ آلماني عسکر وو د شلېز ویگ هولشتاین څخه د ترکیې پر لور الوتنه کړې ده. په دغه الوتکه کې بیلا بیل تخنیکي وسایل شته، چې د ترکیې اینجرلیک هوایي ډگر ته ځي. د ورځې په اوږدو کې به د هغې په تعقیب د تورنادو، په نوم دوه اکتشافي الوتکې هم دغه هوایي ډگر ته ورشي.
د سوریې اپوزیسیون پر یوه پلان باندې موافقې ته رسیدلي
د سوریې له اختلافه ډک اپوزیسیون د سعودي عربستان په پلازمېنه کې د سوریې د راتلونکي په هکله په یوه اته ټکي لرونکي پلان باندې توافق کړی دی. لکه څرنگه چې د سوریې د ملي اپوزیسیون اتحاد یوه ویاند ویلي دي په دې ترتیب د اوسني واکمن بشارالاسد پرته یو «دیموکراتیک، ملکي او څو گوندي» پر قانون ولاړ حکومت رامنځ ته شي. همدا نن د پنجشنبې په ورځ هغوی پر دې باندې بحث کوي چې څه وخت بشارالاسد له واکه لیرې شي.
اسرائیل او امریکا د یوه دفاعي توغندي ازموینه کړې ده
اسرائیل او امریکا متحدو ایالاتو د لومړي ځل له پاره د «ایرو ۳» ډوله یوه دفاعي توغندي آزموینه تر سره کړې ده. د اسرائیلو د دفاع وزارت ویلي دي چې دغه توغندی په اسرائیل کې له یوې لوړې څخه توغول شوی دی چې بالستیک یا په اصطلاح «قاره یي» هدف لاندې توغندی یې ویشتلی دی. دغه هیواد د توغندیو بیلا بیل دفاعي سیستمونه لري.
چین غواړي هغه وگړي چې نه دي ثبت شوي راجستر کړي
چین غواړي چې هغه وگړو ته چې تر اوسه نه دي ثبت شوي د ثبتیدو رسمي اجازه ورکړي، څو له بنسټیزو حقوقو لکه زده کړو او روغتیایي خدماتو څخه برخمن شي. د حکومتي معلوماتو له مخې د دغسې کسانو شمیر شا او خوا ۱۳ میلیونه کسانو ته رسیږي. په اصطلاح د کورنۍ ثبتیدل د یوه بانکي حساب د پرانیستولو او رسمی نکاح تړلو له پاره شرط دی.