له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
پاکستان د اروپايي ټولنې له خوا رد شوي مهاجر مني
پاکستاني چارواکو ویلي چې د اروپايي ټولنې له خوا رد شوي پاکستاني پنا غوښتونکي به بیرته ومني. په اسلام آباد کې د اروپايي ټولنې د مهاجرت کمیسار او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودهري نثار علي خان په دې خبره سره توافق ته ورسیدل. پاکستان یو څو ورځې د مخه اعلان کړې وو چې د ۲۰۰۹ م کال موافقه لغو کوي چې له مخې یې دغه هیواد مکلف دی اروپايي ټولني ته په غیر قانوني توګه داخل شوي پاکستانيان بیرته ومني.
ترکېې په سوریه کې یوه روسي الوتکه رااچولې ده
د ترکېې پوځ ویلي چې د روسېې جنګي جټ الوتکې ته یې تر ویشتو دمخه څو ځلي اخطارونه ورکړي ول. خو روسېه دغه خبره نه مني. د دفاع وزارت له خوا ویل شوي چې Su-24 ډوله روسي جټ الوتکه د سوریې په شمال کې د عملیاتو پر وخت ويشتل شوې ده. د یاغیانو د یوې ډلې ویاند ادعا کړې ده چې په سوریه کې فعالې یوې یاغې ډلې د الوتکې یو پيلوټ ژوندی نیولی دی.
امریکا پر اسرائيلو د فلسطنیانو بریدونه وغندل
د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د منځني ختیځ په اړه د خبرو اترو تر پیل دمخه په اسرایئلو کې د فلسطنیانو د بریدونو نوې لړۍ د «ترهګریز عمل» په توګه وغندله ده. له لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو سره د خبرو پر وخت کیري وویل چې دی د زورزیاتي تازه پیښو اندیښمن کړی. نوموړي زیاته کړه:«څو د ترهګرۍ دغه ډول څپه موجوده وي، سوله نه شي رامنځته کیدلای.»
د بنکاک پر برید ګرو د اقامې دعوا شوې
د تایلند په یوه پوځي محکمه کې هغه دوه کسان محاکمه کیږي چې ګومان کیږي د بنکاک برید ګر وي. د روان کال په اګست میاشت کې د هندوانو پر یوه معبد د برید په نتیجه کې ۲۰ تنه ووژل شول او تر ۱۲۰ زیات ټپيان ول. د برید زیاتره قربانیان هندوان ول. محکمه د برید انګیزه د انساناني قاچاقبرانو د یوې ډلي له خوا له امنیتي چارواکو څخه غچ اخیستنه بولي.
مصر: ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړولې
د مصر په سینا نیمه ټاپو کې پر یوه هوټل چې انتخاباتي ناظران پکښې راټول ول، د برید په نتیجه کې لږ تر لږه ۸ انسانان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان شوي دي. په وژل شویو کې یو قاضي او دوه پولیس هم شامل دي. د یوه ځانمرګي برید ګر په ګډون پنځوو تنو د العریش ښار پر دغه هوټل یرغل کړې وو. دا پيښه چې ټول برید کونکو هم پکښې وژل شوي، په مصر کې د پارلماني ټاکنو د دوهمي دورې تر بشپړیدو یوه ورځ وروسته رامنځته شوې.
د «اسلامي دولت» ډلې پر ضد د فرانسې مبارزه
فرانسې په لومړي وار د خپلې الوتکې لیږدونکي کښتۍ «شارل ډی ګول» څخه په سوریه کې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» پر ضد د هوايي بریدونو له پاره الوتکې والوزولې. د فرانسې دفاع وزارت له خوا ویل شوي چې په دغه عملیاتو کې په رقه ښار کي د «اسلامي دولت» پاخه سنګر د قوماندی یو مرکز او یوه لویه برخه موټر پکې شاملې دي، ویجاړ شوي. همدا راز په عراق کې هم جنګي جټ الوتکو د دغه ترهګرو ملیشو پر مرکزونو بمبار کړی.
«بریتانیا ښايي په سوریه کې بمبار کړی وي»
د بریتانیا جنګي جټ الوتکې ښايي ډير ژر په سوریه کې هم د افراطي ډلې «اسلامي دولت» سنګرونه بمبار کړي. د «The Independent» ورځپاڼي د یوه رپوټ په حواله د بریتانیا لومړی وزیر ديويد کامرون په پام کې لري په راتلونکې اوونۍ کې په پارلمان کې په دې اړه رای ګیري وکړي. تر اوسه بریتانیا یوازي په عراق کې د «اسلامي دولت» ډلې سنګرونه په نخښه کوي.