1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ختیځ غوطه څخه په سلونو جنګیالي ووځي

۱۳۹۷ فروردین ۱۰, جمعه

د رپوټونو له مخې سوریې له ختیځ غوطه څخه په سلونو جنګیالي او د هغوی د کورنیو غړي وتلو ته چمتو شوي دي. دغه سیمه له ډیر وخت راهیسې د یاغیانو تر کنترول لاندې وه.

https://p.dw.com/p/2vFJk
Syrien Flüchtlinge aus Ost-Ghuta
انځور: Getty Images/AFP/L. Beshara

د سوریې له ختیځ غوطه سیمې څخه د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د مارچ ۳۰مه) په سلونو جنګیالي او د هغوی د کورنیو غړو وځي. د لندن میشته بشري حقونو د څار سوریایي سازمان په حواله په سلونو کسان به د سرویسونو په واسطه ادلیب ته ولیږدول شي. د سوريې د دولتي خبري آژانس سنا، د خبر له مخې له يوې اوونۍ راهیسې له سیمې څخه د خلکو د راایستلو د لړۍ د پیلیدو په ترڅ کې ۳۱۸۹۰ کسان د ختیځ غوطه له سویلي برخې څخه وتلي دي، کومه چې فلیق الرحمن، په نوم تندلارې ډلې له لوري کنترولیږي.

د روان ميلادي کال د فبرورۍ میاشتې په نيمايي کې د سوریې پوځ چې د روسي ځواکونو هوایي ملاتړ ورسره وو پر ختيځ غوطه ستر پوځي عملیات پیل کړل. د دغو عملیاتو په ترڅ کې د سوريي حکومتي ځواکونو د دغې سیمې چې پلازمېنې دمشق ته څیرمه پرته ده کابو ۹۰ سلنه برخه تر خپل کنترول لاندې راوسته. دغه سیمه له ۲۰۱۲م کال راهیسې د تندلارو یاغیانو په لاس کې وه.

د فليق الرحمن، ډلې تر څنګ د احرار الشام تندلارې ډلې له روسيې سره په دي هکله هوکړه کړې وه چې له دغې سیمي خپل جنګیالي وباسي. جنګیالي او د هغوی د کورنیو غړي له نورو ملکیانو سره د سوریې شمال لویدیځ ولایت ادلیب ته لیږدول شوي چې لا هم د یاغیانو تر کنترول لاندې دی.

د سنا دولتي خبري آژانس د معلوماتو له مخې په مارچ میاشت کې په ټوليزه توګه ۱۳۵ زره انسانان له دغې سیمي څخه وتلي دي.

د ختیځ غوطه سیمې نیول چې پلازمېنې دمشق ته څیرمه پرته ده د سوریې د واکمن بشارالاسد له پاره د ستراتیژیک او سمبولیک لحاظه ډیره مهمه ده. اوسمهال یوازې د دوما ښار د جیش الاسلام، ډلې له لوري کنترولیږي. له څو ورځو راهیسې روسیه د دغې تندلارې ډلې سره د نوموړي ښار د تسلیمولو پر سر خبرې اترې کوي.