له جرمني څخه کابل ته د اخراج سوو افغان مهاجرو انځورونه
د هغو ۵۰ تنو افغان مهاجرو له ډلي څخه چي پتېيل سوې وه له جرمني څخه افغانستان ته اخراج سي ۲۶ کسان ئې کابل ته رسېدلي دي. دا دوهم وار دئ چي له جرمني څخه په ډله ايزه توگه افغان مهاجر اخراجيږي.
د کابل نړيوال هوايي ډگر ته رسېدلي افغان مهاجر په نااميدۍ سره له هوايي ډگره وځي. دوی باید اوس خپل ژوند له صفره پيل کړي.
د جرمني له فرانکفورت هوايي ډگره د افغان مهاجرو د انتقال الوتکه. دوی د دوشنبې په ماښام په دغه الوتکه کي د کابل پر لور سپارل کړل سول.
د دغو مهاجرو الوتکه د سه شنبې په ورځ سهار وختي د کابل په نړيوال هوايي ډگر کي کښيناستله.
دغه اخراج سوي مهاجر د کابل په نړيوال هوايي ډگر کي افغان پوليسو ته وسپارل سول.
د دغو اخراج سويو افغانان مهاجرو هويت د کابل په هوايي ډگر کي يووار بيا وڅېړل سو.
کابل ته رسېدلي افغان مهاجر
دا دوهم وار دی چي له جرمني څخه په ډله ايزه توگه افغان مهاجر بيرته خپل هيواد ته لېږل کیږي.
د جرمني حکومت په دې نظر دی چي په افغانستان کي له امنيتي پوله د ډاډ وړ داسي سيمي سته چي دغه کسان پکښې ژوند وکړي.
په جرمني کي په وارو وار د افغان مهاجرو د اخراج پرضد مظاهرې سوي دي.
دا په جرمني کي د يوه افغان هندو د اخراج پرضد مظاهرې انځور دئ.
په دې انځور کي هغه رد سوي افغان مهاجر د کابل په نړيوال هوايي ډگر کي ښکاري چي نژدې يوه مياشت مخکي اخراج سول.
له جرمني څخه اخراج سوي افغان مهاجر وايي چي په افغانستان کي له دوی سره هيڅ ډول مرسته نه ده سوې.
په جرمني کي د هغو افغانانو شمېر زيات سوی چي د اخراج له ويري ئې کليساوو ته پناه وړې ده.