له ترکیې څخه لمړنۍ اخراج سوې کورنۍ برلین ته ورسیدله
۱۳۹۸ آبان ۲۴, جمعهکله چي په همدې اوونۍ اوه نفره المانی-عراقی فامیل د جرمني د پایتخت برلین - ټیگل هوايي میدان ته ورسیدی، مستقیمأ د پولیسو په موټر کي انتقال سو. ویل کیږي، چي د نیدرساکسن ایالت د هیلدسهایم ښار دغه کورنۍ سلفیانو ته نژدې ده.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت هغه د «خارجي ترهگري جنگیالیو» په کټه گوري کي شامله کړې ده. خو په جرمني کي داسلام پاله فعالیتونو په دلیل د فامیل پر غړو باندي د نیولو امر وجود نه لري. مگر کیدلای سي، د فامیل پر پلار باندي د داسي جرم پراساس اقامهء دعوی وسي، چي د اسلام پاله فعالیتونو سره هیڅ ارتباط نه لري.
دغه فامیل چي اصلأ عراقی دی، د الماني مقاماتو په حواله بې له پلار څخه یې نور ټوله الماني تابعیت لري. داچي د دغه فامیل په اړه به څه کیږي، تر اوسه پوري معلومات نه سته.
نور اخراجونه هم پلان سوي
ویل کیږي ، چي نن جمعه (د اکتوبر پر ۱۵ مه نیټه) به د داعش نور پلویان هم له ترکیې څخه خپلو اصلي اروپايي هیوادونو ته اخراج سي. په دې سلسله کي به دوې المانۍ ښځي هم جرمني ته اخراج سي، چي میړونه یې د داعش غړي وه. ویل کیږي، چي یوه یې په ۱۹۹۸ م کال کي زیږیدلې او په سوریه کي د کردانو تر کنترول لاندي «الهول» محبس څخه پر تیښتي باندي بریالۍ سوې وه. وروسته بیا ترکیې ته ولاړه او هلته بندي سوه.