«له بدمعاشانو ډک» دوږخ ته ورته د اېل سلوادور زندانونه
د لاتين امريکا د اېل سلوادورهيواد زندانونه له «بدمعاشانو» ډک دي. د حکومت له پاره په زياته د مسلح ډلو د قاتلينو نيول او بيا په زندانونو کي د هغوی اداره کول لويه ستونزه ده. د دغو زندانونو بعضي انځورونه دلته کتلای سئ:
د لاتين امريکايي هيوادونو زندانونه د نړۍ په تر ټولو ډکو او خطرناکو زندانونو څخه شمېرل کيږي. له دغو هيوادونو څخه د ايل سلوادور هيواد زندانونه زښت ډک دي او پکښي تر اندازې زيات انسانان زنداني دي.
ايل سلوادور هيواد د څو لسيزو راهيسي د مجرمو ډلو د جګړو سره مخامخ دی. په دغه کي هيواد کي بيلي وسله والې مجرمي ډلې د مخدره توکو د بازار پر سر يو د بل سره نښتي کوي. دولتي زندانونه له دغو مجريمينو ډک دي.
ايل سلوادور د مساحت له مخي د منځنۍ امريکا تر ټولو کوچنی خو زيات نفوس لرونکی هيواد دی. د اوسېدونکو انسانانو د شمېر له مخي د نړۍ تر نورو ټولو هيوادونو زيات قتلونه کيږي.
په داسي حال کي چي په ۲۰۱۵ کال په اېل سلوادور هيواد کي هره ورځ اوسطا ۱۸ قتلونه کېدل په ۲۰۱۹ کال دغه شمېر ۳،۶ ته راټيټ سوی وو. د روان ۲۰۲۰ کال د مارچ مياشتي د شمېرو له مخي په دغه هيواد کي د روزانه قتلونو اوسط شمیر و ۲،۱ ته راټيټ سوی دی.
د اېل سلوادو ولسمشر نيب بوکيلې د ۲۰۱۹ کال په جون مياشته کي خپله چوکۍ اشغال کړه. د هغه په وينا په دغه هيواد کي په قتلونو کي کمښت راتلل د هغه د حکومت مهمه لاس ته راوړنه ده. نوموړي د وسله والو ډلو پر ضد د «صفر زغم» پاليسي معرفي کړه.
د «صفر زغم» پاليسۍ له مخي په زندانونو کي د زنداني مجرمو ډلو غړو ته اجازه نه ورکول کيږي چي د چا سره ملاقات وکړي. هغوی ته د موبايل تليفون د کارولو اجازه نسته او شپه او ورځ او ټوله اونۍ په بندو کوټو کي ساتل کيږي.
که په زندان کي امن و امان او آرامي وي، نو بيا زندانيان په استثنايي توګه د ملاقات او پايوازانو سره د ليدني اجازه ترلاسه کوی. حکومت د دې تر څنګ اوس په يوه زندان کي د بيلو مجرمو ډلو د غړو ساتل پېل کړي دي.
د اېل سالوادور د چارواکو په وينا په دغه هيواد کي د قتلونو امرونه تر ۸۰ سلنې په زندانونو کي د بندي مجرمانو له خوا جاري کيږي. بيري سته چي که دغه زندانيان آزاد سي نو به د قتلونو شمېر بېرته زيات سي.
د دغو زندانيانو په ساتنه مؤظف ټول امنيتي چارواکي مجبور دي چي خپل مخونه پټ وساتي ځکه په دې توګه هغوی د بنديانو د ممکنه غچ اخيستنې ځان ساتل غواړي. په تيرو وختونو کي د مجرمو ډلو له خوا د پوليسو څخه د غچ اخيستنې په توګه د هغوی پر کورنيو بريدونه سوي دي.
د اېل سلوادور په زندانونو کي په اصل کي د ۱۸۰۵۱ قيديانو د ساتلو ځای سته. خو دمګړی په دغو زندانونو کي تر ۳۸۰۰۰ څخه زيات زندانيان بند دي.
په دغو زندانونو کي د کرونا ويروس د خپرېدنې ګواښ زښت زيات دی. په تيرو وختونو کي د نامناسبه حالاتو، سختي ګرمۍ او مختلفو ناروغيو له کبله زيات بنديان مړه سوي دي.