1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ایران څخه د افغان کډوالو د اخراج لړۍ چټکه شوې

عتيق الله مطمئن
۱۴۰۱ خرداد ۳۱, سه‌شنبه

د ايران د کورنیو چارو وزارت ويلي دي چې په دغه هيواد کې د افغان کډوالو د نوم لیکنې بهیر پاې ته رسیدلی او له دې وروسته هر هغه افغان چې راجستر نه وي له دې هیواده ایستل کیږې. خو طالبان څه وایي؟

https://p.dw.com/p/4D0wC
Abschiebung von afghanischen Flüchtlingen aus Iran nach Afghanistan
آرشیف انځورانځور: DW/S. Tanha

ایراني رسنیو د امنیت او قانون په برخه کي د دې هیواد د کورنیو چارو وزارت د مرستیال په حواله خبر ورکړی دی چې د جون میاشتي له یوشتمې نېټې وروسته به نور هغه افغان کډوال له ایران څخه ایستل کیږي، چې له حکومت سره ثبت نه دي.

د ایراني مسئولینو په وینا: د مهاجرو د نوم لیکنې په پروسه کې تر دونیم ميلیونه پوري افغانانو نوم لیکنه کړې، خو هغه کسان چې نومونه یې نه دي راجستر یا جرمي اسناد او د ترهګریزو ډلو نظریات پالې له ایران څخه ایستل کیږې.

د ایران په مشهد ښار کي افغان کډوال خلیل احمد دویچه ويله ته وویل چې له پرون راهيسي په زرګونه افغانان د دې هیواد بیلابیلو ښارونو کي نیول شوې او دا لړۍ په خورا سرعت سره روانه ده.

د ده په خبره چې په ایران کي میشت پنځوس سلنه افغان کډوال لاهم نه دي راجستر شوې، خو نیول يې پيل شوي دي: «د کډوالو د ثبت پروسه تکمیله شوې له پرون راهیسي د کډوالو نیول پیل شوې ډېر زیات کسان یې نیولې چې د کورنۍ خاوند ونیول شي ماشومان او مېرمن یې هم مجبوره دي ایران پریږي. دغه کار د کډوالو تر منځ سختي ستونزي جوړي کړي او ويره خپره کړې ده.»

د ایراني مقاماتو په خبره په دې پروسه کي به سیاسي، ټولنیزو، فرهنګیان، پانګوال او مشهور شخصیتونه شامل نه وي، ځکه د هغوی د استوګني اسناد تمدید کیږي.

همداراز ویل شوې هغه افغان کارګر چې په ایران کې ېې دندو ته اړتیا لیدل کیږې دوی به هم په ایران کې د پاتېدو چانس ولري.

بل لور د ایران له یزد ښار څخه افغان سوداګر عزت الله وايي دلته ډیري کورنۍ شته چې کلونه کیږې په ایران کي یې پانګونه کړي، اولادونه یې دلته په زده کړو او کار بوخت دي دار او ندار یې په ایران کي دی نو دارنګه نیول او افغانستان ته استول یې ډیر غټ ظلم دی: «واقعاً دي کار ډېر غبرګونونه را پارولي ځکه ویل کیږې هغه افغانان چې اسناد نه لري هغوی به په لنډ وخت کي له ایران څخه وایستل شي دا کار په اوسنیو شرایطو کي لوی فشار دی چې افغان کډوالو ورسره مخامخ دي که یې دوام پیدا کړ ډېر زیات مشکلات به رامنځته کړي.»

بله خوا د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي له دویچه ويله سره د خبرو پر مهال وویل په دې تړاو د دواړو هیوادونو ترمنځ خبري رواني دي، دوی هیله مند دي چې د افغان کډوالو په زوره ایستلو پروسه ودرول شي: »د ایران له حکومت سره زموږ اړیکي ښي او نورمالې دي. موږ داسې نه انګیرو چې ایران به داسې یو اقدام وکړي چې د مهاجرو له پاره ستونزي ایجاد شي د دواړو هیوادونو مسئولین په دې تړاو خبري کوي تر څو د تفاهم له لارې کډوالو ته دا زمینه برابره شي چې په خپله خوښه هیواد ته راستانه شي، ایران باید د اصولو او قوانینو په مراعاتولو سره داسې اقدام و نه کړي چې زموږ هیوادوال له ستونزو سره مخامخ شي.»

په ایران کي د افغان کډوالو د ثبت لړۍ هغه وخت پیل او دې هیواد ته د لا ډیرو کډوالو تازه څپه وخوځیده کله چې په افغانستان کي جمهوریت نسکور او طالبان واک ته ورسیدل.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل