1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

«له ایرانه د راستنېدونکو افغان کډوالو شمیر دوه برابره شوی»

۱۴۰۲ آبان ۱۸, پنجشنبه

د طالبانو د حکومت یوه سرحدي چارواکي ویلي دي چې تیره میاشت له ایرانه د راستنیدونکو افغانانو شمیر دوه برابره لوړ شوی دی. دغو کسانو د ستنېدو له پاره د فشار اچولو څخه هم خبره کړې ده.

https://p.dw.com/p/4Ybu4
Grenze Iran Afghanistan | Ausweisung von afghanischen Migranten
ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی چې ولې په دې وروستيو کې له ایران څخه افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو شمير لوړ شوی دی.انځور: Mohsen Karimi/AFP/Getty Images

د افغانستان د هرات ولايت د اسلام کلا بندر کې د مهاجرو چارو مشر عبدالله قیومي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال دنومبر ۸مه) وويل چې په تیرو څلورو ورځو کې  شاوخوا  ۱۴ زره او ۴۸۰ افغان کډوال د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

د دغو کډوالو د ډیروالي خبره داسې مهال کیږي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان په ختیځ کې هم پولې له پاکستانه پر راستنیدونکو کډوالو ډکې دي. دغه وضعيت وروسته له هغې رامنځته کيږي چې پاکستان د ۱،۷ میلیونه هغو افغانانو لپاره چې قانوني اسناد نه لري، د نوامبر لومړۍ نیټه د اخراج نیټه ټاکلې وه.

عبدالله قیومي وویل: «کله چېپاکستان پریکړه وکړه زموږ هیوادوال له خپلې خاورې وباسي، دلته هم شمیرې لوړې شوې»

نوموړي د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «شمیرې د تیرې میاشتې پر پرتله دوه برابره لوړې شوي دي.» نوموړي زیاته کړې پخوا دغه شمیرې هره ورځ له ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ وې چې اوس ۳۰۰۰ او ۴۵۰۰ کسانو ته لوړې شوي دي.

طالب چارواکي قیومي وویل: «ایران اعلان نه دی کړی چې افغانان اخراجوي، خو په شمیرو کې کمښت نه دی راغلي او ورځ تر بلې ډیریږي.»

هغه افغانان چې اسلام کلا ته رسیدلي وایي نیول شوي او بیا اخراج شوي دي چې له دوی څخه یې ځیني په ایران کې د اوسیدو اجازه هم لري.

عبدالرحیم احمدي وايي ۱۱ کاله کیږي چې له قانوني اسنادو سره په ایران کې اوسیده. نوموړی وایي وړاندې تر دې چې د دوشنبې په ورځ د اسلام کلا له لارې له خپل وراره سره وویستل شي، ونیول شو او یوې پوځي اډې ته ولیږدول شو.

۴۷ کلن عبدالرحیم فرانسې خبرې آزانس ته وویل: «هیڅ پوښتنه ګرویږنه ونه شوه. موږ یې پوځي اډې ته راوستو او همداسې یې اخراج کړو»

نوموړي زیاته کړه: «ښځه او زوی مې ایران کې دي. ما هلته یو کور کرایه کړی و، نه پوهیږم څه وکړم.»

ایران چې له افغانستان سره ۹۰۰ کیلومټره ګډه پوله لري، نړۍ کې یو له هغو هیوادونو دی چې د زیاتو  کډوالو کوربتوب کوي. دغه کډوال چې ډیر یې افغانان دي د تېرو څلویښتو کلونو د جګړو له کبله یې دغه هېواد ته پناه وړې ده.

د مهاجرت نړیوال سازمان په وینا اوسمهال په ایران کې ۴،۵ میلیونه افغانان ژوند کوي خو ایران بيا وايي چې د دغو کډوالو شمیر له ۵ میلیونو ډیر دی. دغه سازمان د ۲۰۲۳ کال په یوه رپوټ کې ویلي چې له ایران څخه د بیرته ستنېدونکو افغانانو شمیر د هغو په پرتله ډیر دی چې ایران ته ګډه کیږي.

ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی چې ولې په دې وروستيو کې له ایران څخه افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو شمير لوړ شوی دی.

خو د ایران یوې رسمي رسنۍ ایرنا تیره میاشت د ایران د پولیسو د یوه چارواکي له خولې رپوټ ورکړی و چې یوازې په څلورو ورځو کې ۱۵ زره ناقانونه افغانان افغانستان ته تللي او شاوخوا ۳۲۸۰۰۰ کسان په روان کال کې اخراج شوي دي.

تیره اونۍ په اقتصادي چارو کې د طالبانو د لومړۍ وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ یو پلاوی تهران ته تللی وو.

د طالبانو  له خوا په خپره شوې يوه خبرپاڼه ویل شوي ول چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین عبداللهیان ژمنه وکړه چې په کډوالو پورې اړوندو مسئلو  د حل له پاره به هم «د سوداګریزو خبرو اترو د پراختیا پر مهال» خبرې وشي.

د ایران او افغانستان تر منځ د اوبو لانجې تر شا مسله څه ده؟