له ايران سره د امريکا خبرې او د نويو بنديزونو غوښتنې
۱۳۸۶ خرداد ۴, جمعهاعلان
د ايران په استازيتوب به په عراق کې د ايران سفير ښاغلی حسن کاظمي په خبرو کې ونډه واخلي. د خبرو موضوع به په عراق کې امنيتي وضع وي. دغه څرگندونې د ايران د بهرنيو چارو وزارت کوي. بلې غاړې ته ښاغلی بوش وايي چې د امريکې د بهرنيو چارو وزيرې کندوليزا رايس ته يې ويلي دي چې له اروپا، روسيې او چين سره يو ځای دې هغه په نويو بنديزونو باندې غور وکړي. د اتومي انرژۍ نړيواله اداره وايي چې کېدای شي ايران په راتلونکو درې تر اتو کالو پورې د اتومي وسلو د جوړولو وړتيا ولري. د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد يو ځل بيا د ايرانيمو د بډاينې بندول رد کړي دي.