1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له اوکراین څخه د غله جاتو صادرات پيل سول

۱۴۰۱ مرداد ۱۱, سه‌شنبه

په غلو بار لومړنۍ کښتۍ د دوشنبې په ورځ د اوکراين له اودیسه بندر څخه حرکت وکړ، دې سره له اوکراينه نړیوال بازارونو ته د غله جاتو صادرات عملاً پيل شول. په ترکېه کې د شوي تړون له مخې اوکراين څخه په میليونونو ټنه غله صادریږي.

https://p.dw.com/p/4EwZo
Ukraine-Krieg Odessa | Frachtschiff Razoni verlässt Hafen mit Mais
انځور: TURKISH NATIONAL DEFENSE MINISTRY/AA/picture alliance

د سي ان ان شبکې ترکي څانګې، د ترکېې د دفاع وزارت له قوله د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د اوکراین له اوديسه بندر څخه د غله جاتو صادرات د لومړۍ کښتۍ په حرکت کولو سره عملاً پیل شول. یاد وزارت تر دې مخکې په یوه اعلاميه کې ويلي وو چې د رازوني په نوم دغه کارګو کښتۍ چې د سیرالئون بیرغ لرونکې ده، د ګرينويچ پر وخت د سهار پر پنځه نیمو بجو له اودیسه بندر څخه د لبنان پر لور حرکت کوي. د اسوشتید پریس په حواله په دغه کښتۍ کې جوار بار دي.

رازوني کښتۍ چې په ۱۹۹۶م کال کې جوړه شوې، د ۱۸۶ متره اوږدوالي او ۲۵ متره سور په درولودلو، د ۳۰ زره ټنه غلې د انتقال ظرفیت لري. د کښتيو د انتقالاتو د برخې يوه مسلکې منبعې له قوله ويل شوي چې تمه ده دغه کښتۍ به د سه شنبې په ورځ ماسپښین د ترکېې بوسفور تنګې ته ورسيږي.

د اوکراین د غله جاتو د صادرولو تړون لاسيکيږي

د ترکېې د دفاع وزرات په اعلامېه کې ويل شوي دي چې نورې کښتۍ به هم په خپل وار سره د اوکراين له بندرونو څخه د امنو کوریدورو له لارې حرکت وکړي.

ترکېې د دغو غله جاتو د صادراتو له پاره رسمي امن کوریدورونه جوړې کړي او د شوي تړون پر اساس هیڅ هیواد به د غلو پر کښتيو بریدونه نه کوي.

Ukraine-Krieg | Abkommen über Export von ukrainischem Getreide
په استانبول کې د روسېې او اوکراین تر منځ د غله جاتو د صادراتو تړون د جولای په ۲۲مه د اردوغان او ګوتریش په حضور کې وشوانځور: OZAN KOSE/AFP

له اوکراین څخه د غله جاتو بیا صادرات په استانبول کې د جولای پر ۲۲مه د روسېې او اوکراین تر منځ د شوي تړون پر اساس پيلیږي. دغه تړون د ترکېې او ملګرو ملتونو په منځګړتوب شوی دی. د استانبول تړون د نړۍ يو له مهمو تړونو څخه ګڼل کيږي چې پر اساس به ېې له اوکراين څخه ۲۲ ميلیونه غله او نور کرهڼيز محصولات چې د جګړې له امله په دغه هیواد کې بند پاته دي، د تورې بحیرې بندرونو له لارې، نړیوال بازارونو ته صادریږي.

د روسیې او اوکراین ترمنځ د غلې د صادراتو تړون؛ نړۍ یې هرکلی کړی

دغه تړون همدارنګه روسېې ته هم اجازه ورکوي چې خپل غله جات او کرهڼيزې سرې صادرې کړي.

د اوکراین د ولسمشر ولوديمیر زيلنسکي یوه اقتصادي سلاکار د تړون د لاسليک کولو وروسته ويلي ول چې اوکراین تمه لري د خپلو غله جاتو د صادراتو له لارې لس ميليارده ډالر په لاس راوړي.

د ملګرو ملتونو سازمان اټکل کوي چې دا وخت د جګړې د مستقیمو عواقبو له کبله په نړۍ کې کابو ۵۰ ميلیونه انسانان له «شدیدې لوږې» سره مخ شوي دي.

په اوکراین کې له جګړې سره د غنمو په څير خوراکي موادو بېې لوړې شوې، خو د استانبول تړون تر لاسليک کیدو څو ساعته وروسته، نرخونه په چټکۍ راولويدل. تمه کيږي چې د اوکراین غله جاتو صادرات به د غله دانو د کمښت او بېې په کنټرول کې مرسته وکړي.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.