له اماني دورې تر اوسه پورې د افغانستان بیرغونه
د افغانستان پخواني حکومت د اسد میاشتې ۷مه نیټه د بیرغ د ملي ورځې په توګه اعلان کړې وه چې د بیلا بیلو مراسمو په ترڅ کې به یې ولمانځي. د افغانستان بیرغ له کومو بدلونو تیر شوی؛ په دې انځوریز رپوټ کې یې ووینئ.
د اماني دورې لومړۍ بیرغ
سل کاله مخکې یعنې په ۱۹۱۹م (۱۲۹۸) کال کې د خپلواکۍ د ترلاسه کولو پر مهال د افغانستان د بیرغ رنګ تور وو. په سپین رنګ کې محراب او منبر پر دغه بیرغ باندې کښل شوي وو. شاهي تاج او دوه تورې چې د حکومتولۍ او قدرت سمبولونه وو، هم په دغه بیرغ کې ځای پر ځای شوي وو.
د افغانستان لومړۍ درې رنګه بیرغ
د افغانستان دري رنګه بیرغ (تور، سور، زرغون) په ۱۳۰۷م کال د لومړي ځل له پاره د امان الله له خوا وړاندیز شو او د پغمان لویې جرګې تائید کړ. تور رنګ د تیرې تورې دورې، سور د آزادۍ له پاره د خلکو د مبارزې او زرغون رنګ د آزادۍ له پار په دغه بیرغ کارول شوي وو. په دغه بیرغ د ملي نښان په توګه د غنمو دوه وږي، د لمر وړانګې، ستوری او د «الله» او «محمد» ټکې هم راغلي وو.
د امیر حبیب الله کلکاني دورې ته منسوب بیرغ
د امیر حبیب الله کلکانې دورې (له ۱۳۰۷لمریز کال څخه تر ۱۳۰۸لمریز کاله پورې) د بیرغ د رنګ او ملي نښان په هکله زیات معلومات نه شته، خو ځینو منابعو دغه بیرغ د هغه د دولت د بیرغ په توګه وړاندې کړی دی.
لومړۍ نادرشاهي بیرغ
محمد نادر شاه له ۱۳۰۸ څخه تر ۱۳۱۲ لمریز کاله پورې د افغانستان پاچا وو. د خپل حکومت په لومړیو کلونو کې یې د امان الله خان د وخت بیرغ کاروه خو په دغه بیرغ کې یې د ملي نښان په توګه، د خپلواکۍ د وخت د بیرغ نښان راوستی وو.
د شاهي دورې دوهم بیرغ
په ۱۳۰۹ لمریز کال کې د محمد نادر شاه دولت، د بیرغ ملي نښان ته تغیر ورکړ. افغانستان نور ۴۱ کاله د نادر شاه او د هغه د زوی محمد ظاهر شاه د حکمرانۍ پر مهال همدغه بیرغ او نښان د ملي بیرغ او نښان په توګه کاروه. د دغه بیرغ په ملي نښان کې محراب او منبر، د غنمو دوه وږي شامل وو.
د سردار محمد داوود د دورې بیرغ
سردار محمد داوود خان چې په ۱۳۵۲ لمریز کال کې یې د یوې کودتا په ترڅ کې قدرت په لاس کې واخیست او د افغانستان نظام یې له شاهي څخه په جمهوریت واړاوه د افغانستان بیرغ او ملي نښان هم بدل کړل. د محمد داوود خان د وخت بیرغ هم تور، سور او زرغون رنګونه لرل. زرغون رنګ د بیرغ نیمه برخه جوړوله. په دغه بیرغ کې ملي نښان، د غنمو دوه وږي، محراب او منبر، باز، د لمر وړانګې او د «افغانستان جمهوریت» عبارت کارول شوي وو.
د «خلق دیموکراتیک ګوند» د حکومت بیرغ
د خلق دیموکراتیک ګوند چې د ۱۳۵۸ لمریز کال د ثور په میاشت کې د یوې کودتا په ترڅ کې واک ته ورسید، دغه سور رنګه بیرغ د خپل حکومت د بیرغ په توګه غوره کړ. د نور محمد ترکي (د ۱۳۵۷ د ثور میاشتې له اوومې څخه د ۱۳۵۸ کال د میزان تر ۱۸مې پور) او حفیظ الله امین (د ۱۳۵۷ د میزان له ۱۸مې څخه د جدي تر شپږمې پورې) د کمونستي دورې د جمهوري ریاست په موده همدا بیرغ کاریده.
د ببرک کارمل او ډاکټر نجیب الله د وخت بیرغونه
د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند د پرچم ډلې له خوا تر کودتا وروسته، د افغانستان بیرغ بیا درې رنګه شو. په دغه بیرغ کې د غنمو وږي، د ماشین څرخ، محراب او منبر او همداشان د لمر وړاندې راغلې وې.
د افغانستان د اسلامي دولت بیرغ
د مجاهدینو واک ته تر رسیدو وروسته، په کابل کې اسلامي دولت جوړ شو او د افغانستان د بیرغ له رنګونو څخه یې، سور پر سپین واړاوه. د صبغت الله مجددي (۱۳۷۱) او برهان الدین رباني (له ۱۳۷۱څخه تر ۱۳۸۰) جمهوري ریاست په دورو کې د دغه بیرغ په نښان کې مذهبي سمبوله، د لمر وړانګې، د غنم دوه وږي او دوه تورې راغلې وې.
د طالبانو د رژیم بیرغ
طالبانو هم چې له ۱۳۷۵ څخه تر ۱۳۸۰ لمریز کاله پورې یې په کابل کې حکومت کوه، خپل سپین بیرغ پورته کړ. خو د مجاهدینو د دورې تور، سپین او زرغون بیرغ تر ۲۰۰۱م کاله پورې د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان د رسمي بیرغ په توګه په رسمیت پیژندل کیده. خو اوس د طالبانو له یو ځل بیا واک ته رسیدو سره دغه بیرغ د طالبانو له خوا په رسمي توګه کارول کیږي.
اوسنی بیرغ
د افغانستان اوسنی بیرغ او ملي نښان د ۲۰۰۱م کال په لویه جرګه کې انتخاب شول. په ملي بیرغ کې د دین د سمبول په توګه محراب او منبر، کلمه طیبه او د «الله اکبر» عبارت شامل کړل شوي. په ملي بیرغ کې همداراز د غنمو دوه وږي او د لمر وړانګې شاملې دي. سربیره پر دې، د بیرغ په نښان کې دوه کوچني بیرغونه تاریخي ارزښت لري او د «افغانستان» نوم او «۱۲۹۸ لمریز کال» چې د خپلواکۍ د بیرته ګټلو کال دی، هم په کې ځای لري.