1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره به مرستې ودريږي؟

۱۳۹۸ شهریور ۶, چهارشنبه

په داسې حال کې چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو پر سر خبرې روانې دي، داسې پوښتنې راپورته کيږي چې آيا بهرنۍ مرستي به چې دغه هېواد یې پر پښو درولی، د بهرنيو عسکرو له وتلو سره ودريږي؟

https://p.dw.com/p/3OcON
Symbolbild Afghanistan - Rotes Kreuz
انځور: picture-alliance/Ton Koene

د دې پوښتنې ځواب په طالبانو پورې چې اشاره یې کړې ده چې دوی غواړي د «اشغالگرو» تر وتلو وروسته هم بهرنۍ مرستي بايد جاري وي، اړه لري. خو که چېرې دغه ډله چې لا اوس هم د افغانستان ډېرې برخې په ولکه کې لري، د سختو اسلامي قوانينو د عملي کولو هڅه وکړي او يا خپلو بريدونو ته دوام ورکړي، نو ښايي هغه وخت ځيني بسپنه ورکونکي له مرستو پر شا شي.

دا چې دا مرستې څومره اړينې او حياتي دي، سړی یې په جبل السراج سيمه کې ليدلی شي. د کابل په شمال کې په دغه غرنۍ سيمه کې يوه ښځه چې چادري یې پر سر ده، د عبدالله په نوم يو اووه مياشتنی ماشوم یې چې د خوار ځواکۍ ښکار دی، په غيږ کې نيولی دی.

دغه ميرمن څو ورځې تر مخه د عاجل مراقبت خونې ته ورغلی وه. د پروان په دغه کلينک کې چې د ملگرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې په کومک چليږي، دغه ماشوم ته خوراک ورکول کيږي. نور په سلگونه مېندې او ماشومان د کلينک دباندې په کتار کې ولاړ دي.

دملگرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې يونيسف په حواله په افغانستان کې کابو دوه ميليونه ماشومان د خوار ځواکۍ ښکار دي. له دوی څخه یې د ۶۰۰ زرو وضعه دومره خرابه ده چې د بې درملنې او مراقبت کيدای شي مړه شي.

د چاريکار ښار ته په څېرمه روغتون کې هره مياشت تر ۱۰۰۰ زيات د سوء تغذي ښکار ماشومان تداوي کيږي او د دغه روغتون د نرسې فریبا هاشمي په حواله د دغه ماشومانو شمير مخ پر زياتېدو دی.

هغه وايي: «دا د ميندو له پاره هم يوه اقتصادي مسئله ده. هغوی ځکه ماشومانو ته خپلې شېدې نه شي ورکولی ځکه چې هغوی خپله هم د خوړو له پاره پېسې نه لري.»

هغه زياتوي چې په دې وروستيو کلونو کې د مرستو په کميدو سره د ناروغو ماشومانو د مېندو له پاره په نظر کې نيول شوی خوراک چې کلچې او د غنم وړه پکښې شامل ول، نه توضيع کيږي.

روغتيا پالنه او نور بنسټيز خدمات په داسې يوه هېواد کې چې د نړيوال بانک په حواله یې د ټولو عمومي مصارفو کابو ۷۵ سلنه په مالي مرستو چليږي، ډېر اړين دي. نړيوال بانک په روان کال کې د «نړيوالو مرستو په جریان کې د هر ډول چټک کمښت» د ناوړه پايلو څخه خبرداری ورکړی.»

افغانستان په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو تر سقوط وروسته د امريکا متحده ايالاتو له خوا تر ټولو زياته مرسته ترلاسه کوي خو پر دې مرستو سربيره هم د هيواد کابو نيمايي وگړي په بې وزلۍ کې ژوند کوی.

Afghanistan Alltag Kinderarbeit Kinder im Ziegelei
د ملگرو ملتونو په حواله په افغانستان کې کابو دوه ميليونه ماشومان د خوار ځواکۍ ښکار ديانځور: Reuters

د مرستو زياتره برخه په امنيتي برخه کې مصرفيږي او نااميده افغان وگړي ادعا کوي چې د مالي مرستو يوه ستره برخه د فساد او ناسم مديريت له کبله ضايع کیږي.

د امريکا متحده ایالاتو مرسته په ۲۰۱۴م کال کې هغه وخت نيمايي ته کمه شوه چې د امريکا په مشرتوب ناټو ځواکونو په ۲۰۱۴م کال کې په رسمی توگه خپل جنگي ماموريت ختم کړ.

اوس که چېرې امريکا او طالبانو يوې هوکړې ته رسېږي نو له افغانستان سره ښايي په مرستو کې زياتوالی راشي. دا څرگندونې اليکس تير کوي. نوموړی د امريکا د نړيوالو پراختيايي مرستو د ادارې د افغانستان د څانگې پخوانی مشر دی.

خو نوموړي روانه مياشت کابل ته د يوه سفر پر وخت خبرداری ورکړ چې که چیرې د امريکا او طالبانو د استازو ترمنځ خبرې اترې د خنډ ښکار کيږي او يا ناکاميږي نو دا به د «بسپنه ورکوونکو حوصله او شوق» يو څه راکم کړي.

د نوموړي په خبره به ځيني مرسته کوونکي له داسې يوه حکومت سره له مرستو ډډه وکړي چې طالبان پکښې شريک وي او د ښځو او د نورو حقونه پکښې په نظر کې نه نيول کيږي.

خو طالبانو دې ته اشاره کړې ده چې دوی د نړيوال مرستو دوام ته ليوال دي او ويلي یې دي چي له امريکا سره په خبرو کې پر دې بحث کوي. اليکس تير وايي چې دی هغه څه د نقل قول په توگه راوړي چې له ديپلوماتانو، د طالبانو له استازو او هغو مشرانو یې اوريديلي چې په روان کال کې په دوحه او مسکو کې په بين الافغاني مذاکراتو کې شامل ول.

خو د اليکس تیر په خبره هیڅوک په دې نه پوهيږي چې طالبان به د دغه مرستو د جاري ساتلو په بدل کې څه شی تبادله کړي.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي توبي لانسر په دې اند دی چې مرستې به کمې نه شي. هغه وويل چې د افغانستان وضعيت دومره خراب دی چې که هر څه وشي، مرستې بايد دوام پيدا کړي.

نوموړي زياته کړه چې له ملگرو ملتونو او نورو «ځانگړو لاس پراخو» اړخونو سره یې خبرې کړي دي او باور لري چې بسپنه ورکوونکي به د اوږدې مودې له پاره په افغانستان کې پاته شي.

BN/NZ (AP