له آلمان څخه اخراج شوي افغانان کابل ته رسیدلي
۱۳۹۶ شهریور ۲۲, چهارشنبهد افغانستان د کډوالو او راستنیدو چارو وزارت یوه استازي محمد آصف عباسي د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې په الوتکه کې ۱۱ رد شوي پناه غوښتونکي سپاره شوي ول خو له الوتکې څخه یوازې اته تنه راکوز شوي دي. هغه د نورو درې تنو په هکله هیڅ ډول جزئیات ور نه کړل. د دغه استازي د معلوماتو له مخې په الوتکه کې درې کسان چې په جرمي اعمالو محکوم شوي وو سپاره وو.
د آلمان خبري آژانس د معلوماتو له مخې رضا رضایي چې ۴۰ کلن افغان پناه غوښتونکی دی او د دایکندي ولایت سره تړاو لري، دوه کاله او اته میاشتې په زندان کې تیرې کړي دي. د هغې میرمن د مونشن ښار ته تر رارسیدو یوازې ۴۰ ورځې وروسته پر خپل میړه باندې د تشدد تور پورې کړی وو.
رضایي د آلمان خبري آژانس ته په هوایي ډګر کې ویلي دي: «زه له خپلو دوستانو سره د باندې تللی ووم او کله چې بیرته کور ته راغلم پولیس زما په کور کې وو او زه یې ونیولم.» رضایي پر ده باندې لګیدلي تورونه ردوي او د آلمان پر حکومت باندې د هغې د میرمنې د اړخ نیولو تور لګوي.
۲۰ کلن پناه غوښتونکی محمد جمشید چې د غزني ولایت اوسیدونکی دی وایي چې افغانستان ته د هغه د بیرته استولو له پاره هیڅ کوم دلیل نه دی وړاندې کړی شوی. خو د جمشید په خبره په آلمان کې په زندان کې وخت تیر کړی دی، خو د دغه بند د علت او د هغې د مودې په هکله یې له معلوماتو ورکولو څخه ډډه وکړه.
په کابل کې د می میاشتې په ۳۱ نیټه تر خونړۍ چاودنې وروسته په لومړي ځل په ډله ایزه توګه رد شوي افغان پناه غوښتونکي خپل هیواد ته استول کیږي. دغه برید کې د آلمان سفارت ته هم سخت زیان اوښتی وو.
مرستندویه سازمانونه افغانستان د افغانانو د اخراج مخالفت کوي، ځکه د هغوی په وینا د افغانستان امنیتي وضعیت ښه نه دی.
زموږ له آرشیف څخه: