لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
زرداري د فساد په قضيه کې د نيول کېدو له گواښ سره مخامخ دی
د پاکستان فساد ضد ادارې د دوشنبې په ورځ اعلان کړی چې د محکمې له خوا د ضمانت د غوښتنې تر رديدو وروسته د اپوزيسيون د مشر او پخواني رئيس جمهور آصف علي زرداري، د نيولو هڅه کوي. د فساد ضد ملي ادارې (NAB) وياند وويل چې نوموړی بايد په اسلام آباد کې ونيول شي. د اسلام آباد سترې محکمې هغه عريضه رد کړې ده چې د زرداري د نيول کيدو د مخه د ضمانت د غځولو له پاره شوې وه. پر زرداري د فساد تور دی.
ايران ته د آلمان د بهرنيو چارو د وزير سفر ډېر گټور نه وو
له ايران سره د نړيوال اتومي تړون د ژغورنې په موخه د آلمان د بهرنيو چارو د وزير هایکو ماس، هڅو هيڅ څرگند پرمختگ نه دی کړی. په تهران کې له خپل سيال جواد ظريف سره تر دوه ساعته خبرو وورسته هم د لانجې اصلي ټکي حل نه شول. خو دواړو خواو پر دې سربيره هم دغه ليده کاته رغونکي وبلله او د هغه تړون ته د ژمن پاتېدو خبره یې وکړه چې ايران له اتومي وسلو جوړولو منع کوي خو ايران ته اقتصادي گټې ور په برخه کوي.
مالي: په يوه کلي کې د نژادي شخړو په ترڅ کې ۹۵ انسانان وژل شوي
د حکومتي چارواکو په حواله د مالي په يوه کلي کې د نژادي شخړو په ترڅ کې لږ تر لږه ۹۵ کسان وژل شوي دي. د کورني امنيتي چارو وزير امادو سونگو، وويل چې پېښه د شپې له خوا دوگون نژادي اقليت په کلي کې شوې ده. زياته شوې چې نور ۱۹ کسان لادرکه دي. تر اوسه هيڅ کومې ډلې د دې ټولوژنې پړه نه ده منلې.
په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتونکو شمير يو وار بيا زيات شوی دی
د روان ميلادي کال په لومړيو څلورو مياشتو کې په اروپايي ټولنې کې د پناه غوښتونکو شمير په څرگند ډول لوړ شوی دی. د فونکه په نوم رسنيو ډلې د اروپايي ټولنې د معلوماتو په حواله ويلي چې له جنورۍ څخه د اپريل مياشتې تر پای پورې کابو ۲۰۶ زرو کسانو د پناه غوښتنه کړې ده چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۵ سلنه زيات دي. په تیره بيا د لاتين امريکا او بحران ځپلي هېواد وينزويلا څخه زيات کسان راغلي دي.
قزاقستان: قاسم جومارت توقايف ولسمشریزې ټاکنې گټلي دي
په قزاقستان کې انتقالي ولسمشر قاسم جومارت توقايف ولسمشريزې ټاکنې گټلې دي. د انتخاباتو د کميسيون په حواله توقايف څه نا څه ۷۱ سلنه راېې ترلاسه کړي دي. توقايف د پخواني ولسمشر نور سلطان نظربايف متحد دی. نظربايف په مارچ مياشت کې تر ۳۰ کلنې دورې وروسته له دندې گوښه شو. د ټاکنو پر وخت په سونو کسانو احتجاج وکړ. پوليسو د زور په کارولو سره مظاهره کوونکي وشړل. په دې ترڅ کې څه نه څه ۵۰۰ کسان نيول شوي هم دي.
د هانگ کانگ حکومت د تسليمېدو د قانون پلوي کوي
په هانگ کانگ کې پر خونړيو مظاهرو سربيره هم حکومت پر هغه پلان شوي قانون کلک ولاړ دی چې چين ته د تورنو کسانو تسليمېدل آسانوي. د چين د دې ځانگړې ادارې ساحوي مشرې کيري لام، قانوني مسوده د عدالت د تامين له پاره «ډېره مهمه» وبلله. هغې وويل چې چين باید د بې حده زيات جنايت سره د مبارزې له پاره خپل نړيوال مکلفيتونه پر ځای کړي. د دغه په نظر کې نيول شوي قانون پر ضد تر يو ميليون زياتو انسانانو لاريون وکړ.