لنډ خبرونه په متن او انځور کې
پاکستانۍ روپي د ډالر په مقابل کې نوره هم ټيټه شوې
اسوشيتد پريس خبري آژانس په حواله پاکستاني روپۍ د ډالر په مقابل کې په بې ساري کچه خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. دا وضيعت تر هغه وروسته رامنځته شوې چې د پاکستان حکومت همدا تيره اوونۍ د پېسو له نړيوال صندوق سره د شپږو ميلياردو ډالرو پور پر سر توافق ته ورسيد. پاکستان تيره اوونۍ له آي ايم اف سره په توافق کې دا هم منلې وه چې د اسعارو تبادلې کچه به د نړيوال بازار له خوا ټاکل کيږي.
په زابل کې د طالبانو بريد د امنيتي ځواک لس غړي وژلي
د آلمان خبري آژانس د افغان چارواکو له قوله ويلي دي چې په زابل ولايت کې پر دوو پوستو د طالبانو بريد د امنيتي ځواک لس غړي وژلي دي. د زابل د ولايتي شورا د غړي دور محمد قيام په حواله په شمولزو ولسوالۍ کې په دې بريد کې څلور کسان ټپيان شوي هم دي. د ولايتي شورا يوه بل غړي اسد الله کاکړ هم دا خبر تائید کړی، خو ويلي یې دي چې افغان ځواکونو تکتيکي شاتگ کړی دی.
ايران وايي له امريکا سره خبرې نه کوي
د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف ويلي چې له امريکا سره د ترنگلتياوو د له منځه وړولو په موخه د ديالوگ هیڅ اراده نه لري. د کيودو خبري آژانس د معلوماتو پر اساس ظريف جاپان ته د يوه سفر په ترڅ کې په توکيو کې وويل: «نه! د خبرو اترو هيڅ امکان نه شته.» دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر دونالد ترمپ تر دې د مخه ويلي ول چې پر ایران به فشارونه دغه هيواد د خبرو اترو میز ته د کښيناستو له پاره مجبور کړي.
سعودي عربستان د يمن پلازمينه بمبار کړې ده
د سعودي عربستان جټ الوتکو د يمن پلازمينه صنعا بمبار کړې ده. د فعالانو او حوثيانو په حواله چې د ښار کنترول لري، د بریدونو هدف پر نورو سربيره د استوگنې يوه سيمه هم گرځېدلې ده. د بيلا بیلو آژانسونو د معلوماتو په حواله په دې ترڅ کې۳ کسان وژل شوي دي. دغه هوايي بریدونه د سه شنبې په ورځ په سعودي عربستان کې د تېلو پر يوه پايپ لاين د بې پېلوټه الوتکو د بريدونو د غچ اخيستنې په موخه شوي دي.
د اېتا ډلې مشر په فرانسه کې نيول شوی دی
د باسک سيمې پخوانۍ ډلې اېتا (ETA) مشر یوسو تيرنیرا، نیول شوی دی. د هسپانيا د کورنیو چارو وزارت په حواله نوموړی د فرانسې په الپ سيمه کې نيول شوی. تيرنیرا، د دغه ډلې سياسي مشر هم وو. دغه ډلې څه نا څه څلور لسيزې د باسک سيمې د خپلواکۍ له پاره وسله واله مبارزه وکړه او په دې ترڅ کې یې تر ۸۰۰ زيات انسانان ووژل. د ۲۰۱۱م کال راهيسې دا ډله نور فعاليت نه کوي او خپلې ټولې وسلې یې سپارلي دي.
چين: د يوې نړيېدلي ودانۍ له خرابو څخه ۱۹کسان ژوندي ژغورل شوي
د چارواکو په حواله د چين په ستر تجارتي مرکز شانگهای کې د موټرو د يوه پلورنځي د ودانۍ د ځينو برخو د نړيدو په پېښه کې ۱۹ کارکوونکي له خرابو څخه ژغوندي ژغورل شوي دي. اټکل کيږي چې يو تن لا اوس هم لادرکه دی. په ټولنیزو رسنيو کې په خپرو شويو انځورونو کې سړی ټپي او په خاورو کې لت پت کارکوونکي ليدلی شي. د اور وژنې عمله په نورو لادرکه شويو پسې لټه کوي.
د وينزويلا د اپوزيسيون او حکومت ترمنځ د سولې خبرې
د رسنيو په حواله د بحران ځپلي هېواد وينزويلا د حکومت او اپوزيسيون استازي په اوسلو کې د سولې خبرې ترسره کوي. د اين آر کی شبکې خبر ورکړی چې دا پټې خبرې اترې په اوسلو کې له څو ورځو راهيسې دي او د پنجشنبې په ورځ ښايي پای ته ورسيږي. دا خبره چې آيا د ناروې حکومت یې منځگړيتوب کړی که نه، لا روښانه نه ده. د وينزويلا ولسمشر نيکولاس مادرو ويلي چې د اطلاعاتو وزير یې د «په يوه ډېر مهم سفر خارج تللی دی.»