لنډ خبرونه په متن او انځور کې
«په افغانستان کې د خلکو وضعيت ورځ تر بلې خرابيږي»
له لوږې سره د مبارزې سازمان په حواله په افغانستان کې بشري وضعيت ورځ تر بلې د خرابيدو په حال کې دی. د يادې ټولنې مشر ماتيس موگه ويلي دي: «هغه ساحې چې موږ پکښې فعاليت کولای شو، ورځ تر بلې کوچنې کيږي.» هغه زياته کړه ده چې د دې علت د وسله والو طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتې او همدا راز ځانمرگي بريدونه دي. هغه وويل بزگران د وسله والو د شتون له کبله زياتره وخت خپلو کرهڼيزو ځمکو ته نه شي تللی.
ډهاکه کې اورلگېدنې ۷۰ تنه وژلي
د بنگله ديش په پلازمينه ډهاکه کې د اورلگېدنې په پېښه کې ۷۰ کسان وژل شوي دي. ويل شوي دي چې۵۰ کسان د درملنې له پاره روغتونو ته وړل شوي دي. ويل شوي دي چې اور د چهار شنبې په ماښام د يوې څلور پوړيزې ودانۍ په لومړي منزل کې لگېدلی وو چې وروسته بيا نورو کورونو ته هم خپور شو. د اور لگېدو علت تر اوسه پوري معلوم نه دی.
پاکستان: سېلابونو او اورښتونو۲۶ کسان وژلي دي
يوه پاکستاني چارواکي ويلي دي چې سېلابونو او سختو ورښتونو د هېواد په جنوب لويديځو، مرکزي سيمو او همدا راز په خېبر پښتونخوا کې د۲۶ انسانانو ژوند اخيستی دی. له ناورينونو سره د مبارزې ايالتي ادارې ويلي دي چې په خيبر پښتونخوا ایالت کې ۱۴ کسان چې ماشومان هم پکښې شامل دي، وژل شوي دي. همدا راز تېزو سېلابونو د بلوچستان په لسبيله ښار گوټي کې درې کسان وژلي او۲۰۰ کورنۍ یې اغیزمنې کړي دي.
د بريتانیا وزیرانو می ته د بغاوت گواښ کړي
د يوې ورځپاڼې د رپوټ په حواله د بريتانيا يو شمير وزيران غواړي چې په پارلمان کې د لومړۍ وزيرې می له ملاتړه ډډه وکړي. دوی ويلي دي چي دا کار په هغه صورت کې وکړي چې که چېرې مې د بريگزيت يا له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو نيټه ونه ځنډوي. د کابينې برجسته غړيو له می څخه غوښتي دي چې د مارچ په پای کې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو نيټه دې وځنډوي.
آلمان: د شکمنو اسلامستانو پر کورونو چاپې وهل شوي
پوليسو د آلمان د هيسن ایالت په جنوب او په نورد راين ويستفالن ايالت کې د شکمن اسلامستانو کورونه پلټلي دي. د فرانکفورت د څارنوالۍ يوې وياندې وويل چې د داسې دولسو تورنو کسانو په اړه پلټنې رواني دي چې دولت ته د خطر پېښوونکي کړنو له پاره د چمتووالي نيولو شک ورباندې کيږي. په ټولیزه توگه په دواړو ايالاتونو کې ۱۵هغه ودانۍ پلټل شوي چې شکمن کسان پکښې اوسي.
د کردانو په مشرتوب ځواکونه د داعش پر وروستۍ سيمه يرغل ته چمتو دي
د رويترز خبري آژانس په حواله د امريکا له ملاتړه برخمن ځواکونه، د سوریې په ختيځ کې د افراطي ډلي داعش پر وورستي ټاټوبي يوه پريکړنده بريد ته چمتو دي. د سوریې د ديموکراتېکو ځواکونو يوه وياند وويل چې د عراق پولې ته څيرمه له باغوس سيمې څخه پاته ملکي وگړي هم د پنجشنبې په ورځ خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي. هغه زياته کړې ده چې د ملکيانو د انتقال تر بشپړيدو وروسته به په تهاجمي بريدونو لاس پورې کړي.