لنډ خبرونه په متن او انځور کې
ايران غواړي د توغنديو خپل پروګرام پر مخ يوسي
ايران د نړيوالې ټولنې د مخ پر زياتېدونکو اندېښنو سربيره هم غواړي خپل د توغنديو پروگرام ته وده ورکړي. ولسمشر حسن روحاني د ایران د اسلامي انقلاب د ۴۰مې کليزې په مناسبت په خپله وينا کې په دې هکله څرگندونې وکړې. ايران دا ورځ په سترو غونډو سره چې د دولت له خوا تنظيميږي، لمانځي. د ۱۹۷۹م کال د فيبرورۍ مياشتې پر ۱۱ نيټه په ايران کې د شاهي سلطنت د ختميدو اعلان وشو.
د امريکا سرپرست د دفاع وزير کابل ته تللی
د امريکا متحدو ايالاتو سرپرست د دفاع وزير پيتريک شاهانان په يوه ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلی دی. په نظر کې ده چې نوموړی به هلته پر نورو سربيره له ولسمشر محمد اشرف غني سره گوري. دا د روان کال په سر کې د دفاع د پخواني وزيرماتيس تر استعفاء وروسته د دندې له پېل راهيسې د نوموړي لومړی بهرنی سفر دی. نوموړی په داسې حال کې افغانستان ته تللی چې امريکا متحده ايالات له طالبانو سره د سولې په خبرو اترو بوخت دي.
هند: د زهرجنو الکهولي مشروباتو په لسونه سوداگر نيول شوي
په هند کې د زهرجنو الکهولي مشروباتو له وجې تر سلو زياتو کسانو تر وژل کيدو وروسته پوليسو يو شمير شکمن نيولي دي. په اترپرديش ایالت کې په غيرقانوني توگه د جوړو شويو الکهولو کابو ۶۶ شکمن سوداگر نيول شوي دي. ورځپاڼو آن د پوليسو په حواله د کابو ۳۰۰۰ کسانو د نيولو خبرونه خپاره کړي دي. د هندي رسنيو په حواله د جمعې په ورځ د زهرجنو الکهولي مشروباتو د څښلو له کبله ۱۱۶ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
يونيسف د ماشوم عسکرو د استخدام پر ضد د زياتو هلو ځلو غوښتنه وکړه
د يونيسف په حواله په ټوله نړۍ کې د اټکلونو پر اساس له ۲۵۰۰۰۰ نجونو او هلکانو څخه د ماشوم عسکر په توگه کار اخيستل کيږي. په ځانگړي توگه په جنوبي سوډان، مرکزي افريقا جمهوريت، په کانگو ديموکراتيک جمهوريت، سوماليا، سوريه او يمن کې ډېر ماشومان په جگړو کې د عسکرو په توگه کارول کيږي. زياته شوې ده چې په سختو قضیو کې ماشومان ځانمرگو بريدونه ته اړ کړل شوي او يا ترېنه د انساني ډهال په توگه گټه پورته شوې ده.
د ټايلنډ شازادگۍ ته په ټاکنو کې د نوماندۍ اجازه نه ده ورکړل شوې
د ټايلنډ د پاچا مشره خور شازادگۍ اوبولراتانا په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د صدراعظمۍ څوکۍ ته د کانديدو اجازه نه لري. د ټاکنو دولتي کميټې ويلي دي چې د نوموړي نوماندي د منلو وړ نه ده. اوبولراتانا د جمعې په ورځ د ټايلنډ د رکسا چارتا گوند له خوا د مارچ پر ۲۴ نیټه د پلان شويو پارلماني ټاکنو له پاره د مخکښې کاندېدې په توگه نومول شوې وه. هغه په دې سره په ښکاره د ټايلنډ د جنرالانو په مقابل کې دريدلې ده.
برېتانيا: می به پارلمان ته د بريگزيت په هکله معلومات وړاندې کړي
د برېتانيا لومړۍ وزيره تريزا می به د سه شنبې په ورځ د بريگزيت يا له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په هلکه معلومات له پارلمان سره شريک کړي. د استازو په مجلس کې به په دې اړه رای اچونه د پلان سره سم د پنجشنبې په ورځ ترسره شي. د کارگر گوند مشر د خپل گوند د رای ورکولو په موخه پنځه شرطونه ټاکلي دي چي پکښې د اروپايي ټولنې په گمرکي اتحاديه کي د پاتېدو شرط هم شامل دی. خو می د نوموړي وړاندیزونه رد کړي دي.