لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په آلمان کې يو افغان آلمانی، ايران ته د جاسوسۍ په شک نيول شوی
په آلمان کې د سه شنبې په ورځ يو افغان آلمانی، ایران ته د جاسوسۍ په شک نيول شوی دی. دغه سړي د آلمان له پوځ سره د لوجستک او کلتوري مشاور په حيث کار کوه. د فدرالي څارنوالۍ له خوا په يوه بيانيه کې ويل شوي دي چې دغه ۵۰ کلن کس چې د عبدالحامد ايس. په نوم پيژندل شوی د آلمان په لويديځ کې نيول شوی. د څارنوالۍ له خوا زياته شوې: «شکمن سړی د آلمان د پوځ سره د ترجمان او کلتوري مشاور په توگه په دنده بوخت وو.
ایرانۍ سپوږمکۍ مدار په داخليدو نه ده بریالۍ شوې
د ایران هغه سپوږمکۍ مدار ته په رسيدو نه ده بریالۍ شوې چې د چاپيريال په اړه د معلوماتو راټولو له پاره یې ليږدولې وه. ايران د سه شنبې اعلان وکړ چې يوه سپوږمکۍ یې د هغه سرعت په ترلاسه کولو کې ناکامه شوې چې مدار ته د داخليدو له پاره اړين وو.امريکه انديښنه څرگنده کړې چې د ستلايت دا پروگرام ښايي د بالستيک توغندیو په جوړولو کې د مرسته په موخه وي.
د هندوانو «کومب ميله» پېل شوه
هند کې د «کومب ميلې» په نوم د نړۍ تر ټولو ستر مذهبي مراسم پېل شول. دا مراسم چې کابو شپږ اوونۍ دوام کوي، د کنگا او جمنا سيندونو د يوځای کيدو په سيمه کې ترسره کيږي. په دې مراسمو کې د کابو ۱۲۰ میليونه انسانانو د ګډون تمه کیږي. د هند په شمالي ښار پرياگ راج کې چې مخکنی نوم یې آله آباد دی، د دې ميليونو انسانانو له پاره خيمې درول شوي دي. چارواکو د اور لگېدنې او گډوډۍ د ارمنځته کيدو څخه خبرداری ورکړی.
د کاناډا او چين اړيکې لا پسې تړنگلي شوي
د مخدره موادو يوه شکمن کاناډايي قاچاقبر ته د مرگ سزا ورکړې د چين او کاناډا اړيکې لا پسې ستونزمنې کړي دي. د کاناډا حکومت خپل اتباعو ته د چين له سفر څخه هلته د «خپل سري قوانينو د عملي کيدو» له کبله خبرداری ورکړی. د چين په شمال ختيځ کې يوې محکمې يو ۳۶ کلن کاناډايي د مخدره موادو د قاچاق له وجې د مرگ په سزا محکوم کړ.
يونيسف: په سوريه کې سړې هوا ۱۵ ماشومان وژلي
د ملگرو ملتونو په حواله په سوريه کې لږ تر لږه ۱۵ ماشومان د سړې هوا او روغتيايي خدماتو ته د نه لاس رسي له کبله مړه شوي. د ملگرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې يويسف له خوا ويل شوي چې يوازې د رکبان په مهاجر کمپ کې په تېرو څلورو اوونيو کې اته ماشومان مړه شوي چې زياتره یې نوي زيږيدلي ول. د رکبان په مهاجر کمپ کې چې د سوریې په سويل ختيځ کې پروت دی، څه نا څه ۴۵۰۰۰ انسانان تر ناوړه شرائطو لاندې ژوند کوي.
آلمان: میرکل له مې سره د بریکزیت په باب نوې ژمنې نه دي کړي
د آلمان حکومت د بریتانیاوي رسنيو هغه رپوټونه رد کړی چې گواکې صدراعظمې انگلا ميرکل، له برېتانيا سره د بريگزيت يا له اروپايي ټولنې څخه د برېتانيا د وتلو مسلې ته په کتو سره نورې ژمنې کړي دي. د حکومت يوه وياند وويل چې ميرکل د هغه زيات هيڅ تضمينونه نه دي ورکړي پر کومو چې په دسمبر مياشت کې د اروپایي ټولنې له شورا سره توافق شوې وو.
ترکیه غواړي د سوریې په شمال کې «امنيتي ساحه» رامنځته کړي
د ترکیې د ولسمشر رجب طيب اردوغان په حواله به د سوریې په شمال کې هغه «امنيتي ساحه» چې ولسمشر دونالد ترمپ یې وړاندیز کړې وو، د ترکانو له خوا عملي شي. اردوغان په انقره کې د خپل گوند د پارلمان غړو ته وويل چې د هغه او ولسمشر دونالد ترمپ ترمنځ يو «تاريخي اهميت لرونکی» تړون رامنځته شوی دی. د نوموړي په حواله به ترکيه پر خپله پوله يوه «امنيتي ساحه» چې ۳۰ کيلومتره به پراخه وي، رامنځته کړي.