لنډ خبرونه په متن او انځور کې
سوريه: په ختيځه غوطه کې ۶ روغتونونه بمبار شوي
د بشري حقونو د څار سوريايي ټولنې ويلي چې په ختیځه غوطه کې په تيرو ۴۸ ساعتونو کي هوايي بريدونو تر ۲۵۰ زيات انسانان وژلي دي. د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونيو گوتیرش د سوریې په ختیځه غوطه کې د زور زياتي د پراخيدو له کبله د ناوړه بشري وضعيت په هلکه «ژوره اندیښنه» څرگنډه کړې. د ملگرو ملتونو د معلومات له مخې ۶ روغتونونه د هوايي بريدونو هدف گرځيدلي دي. په دې سيمه کې کابو ۴۰۰ زره انسانان کلابند دي.
له آلمانه نور ۱۴ افغانان اخراج شول
له آلمانه ۱۴ رد شوي افغان مهاجر په يوه الوتکه کې افغانستان ته اخراج شول. د آلمان د بايرن ايالت د کورنيو چارو وزیر وويل چې دغه کسان د آلمان د حکومت په يوه چارتر الوتکه کې کابل ته وليږدول شول. د بايرن ایالت د راډيو تلویزيون شبکې د معلوماتو په حواله په اصل کې ۵۸ تنه پناغوښتونکي بايد استول شوي وای خو يوازې ۱۴ واستول شول چې له دوی څخه لس کسان له ياد ايالت څخه ول.
په کندهار کې د ملکيانو د وژل کيدو په هلکه د پلټنو غوښتنه شوې
د بشري حقونو د څار ټولني (Human Rights Watch) په کندهار کي پر هغو ځانگړو افغان ځواکونو د ملکیانو د وژلو تورونه لگول شوي چې په ملي امنيت ادارې پوري اړه لري. دې ټولنې د حکومت او امريکا پوځ د شريکې پلټنې غوښتنه کړې ده. ويل شوي چې د ملي امنيت ادارې يوه ځانگړي واحد پر هغو ملکيانو ډزي کړي دي چې د ميوند ولسوالۍ په بند تيمور سيمه کې پر طالبانو د امريکا متحدو ايالاتو د هوايي بريدونو له ويري په تيښته ول.
پاکستان د ترهگرۍ د ملاتړو هيوادونو په نوملړ کې شامل نه شو
پاکستان وايي د هغو هيوادونو چې د ترهگرۍ د تمويل په مخنيوي کې پاته راغلي دي او د «مالي ځواک د عملياتي ډلې» له خوا پرې څارنه کيږي، په نوملړ کې نه دې شامل شوې او درې میاشتي مهلت ورته ورکړل شوی دی. د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر خواجه آصف د تويتر په خپله پاڼه کې ليکلي چې په پاريس کې د دغه ډلې د غړيو ترمنځ د نظر د اختلاف له کبله د امريکا د دې هڅې مخه ونيوله شوه.
سوریې د عفرين د عملياتو له کبله ترکيه په ځوابي اقداماتو گواښلې
يوه سوريايي ديپلومات په شمالي سيمه عفرين کې د ترکیې پوځي عمليات اشغال بللی او د ځوابي اقداماتو کولو گواښ یې کړی دی. په روسيه کې د سوریې سفير رياض حداد ويلي دي چې د ترکیې عمليات د سوریې پر خپلواکۍ بريد دی. ده زياته کړه چې حکومت به یې پر ضد ځوابي چلن وکړي. د ترکیې پوځ له کابو يوې میاشتې راهیسې په عفرين سيمه کې چې د کردانو د ولس ساتونکو مليشو له خوا کنتروليږي، عمليات پیل کړي دي.
چين په ۲۰۱۷م کال کې هم د آلمان تر ټولو مهم تجارتي شريک وو
چين په تير ۲۰۱۷م کال کې هم د آلمان تر ټولو مهم تجارتي شريک ثابت شوی دی. لکه څرنگه چې د آلمان د احصايې فدرالي ادارې له خوا ويل شوي دي، د لومړيو ارزونو پر اساس په ۲۰۱۷م کال کې د چين او آلمان ترمنځ د ۱۸۶،۶ ميليارد يورو په ارزښت تجارت شوی دی. چين لا په ۲۰۱۶م کال کې هم تر امريکا متحدو ایالاتو مخکې شوی وو او اوس په پرله پسې دويم کال د آلمان تر ټولو مهم تجارتي شريک گرځيدلی دی.