لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
توپان په آلمان کې اته تنه وژلي دي
د پنجشنبې په ورځ په آلمان کې د فریدریکه، په نوم توپان له کبله په دغه هیواد کې د اورګاډو تګ راتګ په ټپه درول شوی وو او اوس یې بیرته فعالیت پیل کړی دی. دغه توپان په آلمان کې ډیر زیانونه واړول. په ټول آلمان کې د اتو تنو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی دی. د هالند د شیپول هوايي ډګر د لږ وخت له پاره ټول پروازونه لغو کړي وو. په هالند کې د ونو رالویدو دوه تنه وژلي دي.
۳۵۶ ژغورل شوي مهاجر د ایټالیا بندري ښار ته رسول شوي
د ایټالیا د سیڅیلیا بندري ښار پوڅالو ته د جمعې په ورځ ۳۵۶ ژغورل شوي مهاجر د یوې کښتۍ په واسطه بیول شوي دي. د ایټالوي رسنیو د رپوټ له مخې په کښتۍ کې درې مړي هم وو چې پکښې دوه کوچني ماشومان او یو شل کلن ځوان وو. ډاکټران د دغو کسانو د مړیني اصلي علت د معلومولو له پاره څیړنې کوي. اسپانوي مرستندوی سازمان «پرواکتیفا» په تیرو ورځو کې د سیڅیلیا په کانال کې د بیلابیلو عملیاتو په ترڅ کې مهاجر ژغورلي دي.
هیومن رایټس واچ د مطلق العنانه حکومتونو پر وړاندې مبارزه ستایلي
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ، په خپل کلني رپوټ کې د مطلق العنانه حکومتونو پر وړاندې په نړیواله کچه مقاومت ستایلی دی. خو د پنجشنبې په ورځ د دغه سازمان په خپاره شوي رپوټ کې راغلي دي چې د بیلګې په توګه په میانمار او یمن کې لا هم په پراخه کچه له بشري حقونو څخه سرغړونه کیږي. په ټوله کې په دغه رپوټ کې په تر ۹۰ زیاتو هیوادونو کې د بشري حقونو وضعیت ارزول شوی دی.
په چین کې د مدني حقوقو یو مدافع وکیل نیول شوی
په چین کي د مدني حقوقو مدافع وکیل یو ونشنګ، د پیکینګ پر مشرتابه باندي تر انتقاد کولو وروسته نیول شوی دی. د هغه میرمنې شو یان، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې۵۰ کلن خاوند یې هغه پولیسو او ځانګړو قطعاتو د خپل کور مخې ته ونیو چې خپل زوی یې ښوونځي ته بیوه. هغې ویلي دي چې دوی په دې نه پوهیږي چې پر هغه باندي کوم تورونه لګیدلي او اوسمهال چیرې دی.
د سوریې په شمال کې د کردانو پر کليو د ترکیې بریدونه
د ترکیې پوځ د پنجشنبې په شپه د سوریې په سرحدي سیمه کې د کردانو کلي تر سختو بریدونو لاندې نیولي دي. کردي ولسي واحدونو (YPG) د معلوماتو له مخې تر۷۰ زیاتې د هوان مرمۍ په بیلا بیلو سیمو کې لګیدلي دي. د ترکیې د دفاع وزیر ویلي دي چې په دې سره عملا د کردي ولسي واحدونو پر ضد څو ورځې تر مخه اعلان شوي عملیات پیل شول. خو د ترکیې د دفاع وزیر ویلي دي چې عسکر لا تر پولې نه دي اوښتي.