لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
پاکستان د ځمکې څخه ځمکې ویشتونکې توغندی آزمويلې
پاکستان نن، سه شنبه له ځمکې څخه ځمکه ویشتونکی بالستيک يا قاره يې توغندې آزمويلې چې اټومې سرګلولې هم انتقالولی شي. د پوځ له خوا ويل شوي چې دا توغندې د ۲۲۰۰ کيلومتره واټن وهلی شي. پاکستان د ابابيل په نوم د دې ميزايل آزموينه په داسې حال کې کوي چې څو ورځې تر مخه یې د اوبتل څخه د اټومي وسلو د ليږد وړتيا درلودونکي توغندي آزموينه هم کړې وه.
له آلمان څخه ليږدول شوي پنا غوښتونکي کابل ته رسيدلي
د آلمان څخه د افغان پنا غوښتونکو يوه بله ډله د کابل هوايي ډګر ته رسيدلې ده. په اصطلاح په دې ډله ايزه ايستنه کې ۲۶ تنه ځوانان شامل ول چې په اصل کې دا شمیر د هغه کم وو چې د افغان چارواکو له خوا يې انتظار کيده. د دغه پنا غوښتونکو تر پرواز د مخه د فرانکفورت په هوايي ميدان کې احتجاجونه ترسره شول. کابو سلو تنو د دې پر ضد مظاهره وکړه چې په دويم وار افغانان په ډله ايز ډول اخراجيږي.
روسيې د افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د وتلو له کبله خبرداری ورکړی
وسيې امريکا ته د افغانستان څخه د خپلو عسکرو د احتمالي راویستو له کبله خبرداری ورکړی. د افغانستان له پاره د روسیې د رئیس جمهور ځانګړي استازي ضمير کابلوف، په مسکو کې وويل چې د دونالد ترمپ په مشرتوب د امريکا نوي حکومت تر اوسه د افغانستان په اړه خپل سياست نه دی نهايي کړې. ده زياته کړې: «خو که چيرې دوی په اوسنې وضعه کې د ځواکونو د ايستلو پريکړه وکړي نو ښې پايلې به ونه لري.»
د سوریې د حکومت او ياغي ډلو ترمنځ خبرې اترې دوام لري
په آستانه کې د سوریې د حکومت او اپوزيسيون د ډلو ترمنځ خبرې اترې يو وار پيل شوي دي. روسيه، ترکيه او ايران چې د دې خبرو اترو پر لاره اچونکي دي، غواړي چې د اوربند د نظارت په موخه يو ميکانيزم رامنځته کړي. يو باثباته اوربند ته د هغو خبرو اترو د کاميابۍ د تضمين په سترګه کتل کيږي چې د فرورۍ په ۸ نيټه په ژنيو کې بايد پيل شي. د دوشنبې په ورځ د حکومت او ياغي ډلو استازو يو بل سره په کلکه لهجه خبرې وکړې.
د امريکا نوي دفاع وزیر د ناټو سره اړيکې باثباته وبللې
د امريکا د دفاع نوي وزیر جيمز ماتس، د ناټو د عمومي منشي ینس ستولتنبيرګ، سره په تليفوني خبرو کې د ناټو سره د امريکا پر ژمنو ټينګار وکړ. ماتس روښانه کړه چې امريکا به د متحدينو د لټې پر وخت لومړی اروپا ته مخ اړوي. د خپل برېتانوي سيال سره په يوه بل تليفوني تماس کې نوموړي د ناټو ائتلاف سره د امريکا اړيکې «نه اخلاليدونکې» وبللې. په دې توګه دې پخواني جنرال د ناټو په اړه د ترمپ له څرګندونو فاصله ونيوله.
م. م. د موصل د وګړو په هلکه انديښنه څرګنده کړې
ملګرو ملتونو د موصل د لويديځې برخې د وګړو د ژوند په اړه چې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» په ولکه کې دی، انديښنه څرګنده کړې. په عراق کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستې همغږي کونکې ليز ګرانده، وويل چې د موصل د بيرته نيولو په موخه د عراقي عسکرو د راتلونکو عملياتو پر وخت د سونو زره ولسي وګړو د ساتنې له پاره «ډيرې هلې ځلې» بايد وشي. دی زياته کړه چې دغه ولسي وګړي له سخت خطر سره مخ دي.