لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
«په کندز کې د سره صليب کمېټې يو کارکوونکې تښتول شوی»
د آلمان د خبري آژانس په حواله نامعلومو وسله والو په کندز کې د سره صليب نړيوالې کميټې يو کارکوونکی تښتولی دی. د سره صليب وياند احمد رامين اياز، د تښتول شوي هويت روښانه کړی نه دی. هغه وويل: «زموږ يو همکار تښتول شوی. خو نورو ته د تلو اجازه ورکړل شوې ده.» د کندز د والي ویاند سید محمود دانش مخکې ويلي ول چې د سره صليب کميټې درې افغان او يو بهرنی کارکونکی تښتول شوي دي.
د حلب څخه د خلکو انتقال دوام لري
د سوریې د جګړه ځپلي ښار حلب د ختيځې برخې څخه د انسانانو انتقال يو ځلي بيا پيل شوی دی. د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنې ويلي چې د يکشنبې له ماښام راهیسې کابو ۴۵۰۰ کسان د ياغيانو له وروستيو سيمو څخه وتلي دي. دغه کسان په بسونو کې د حلب د جنوب لويديځ سيمو ته انتقال شوي دي. سربيره پر دې تقريباً ۵۰۰ کسان د ياغيانو له خوا د محاصره شويو شيعه میشتو کليو الفوعه او کفرايه څخه خوندي ځایونو ته بيول شوي.
اردون: د سيالانيانو پر سيمه خونړی بريد
د اردن په جنوب کې د ډزو د لړۍ په ترڅ کې لس کسان وژل شوي دي. د امنيتي چارواکو له خوا ويل شوي چې په الکرک سيمه کې وسله والو د پوليسو پر ګزمو او پر يوه پوسته بريد وکړ او ۷ پوليس، دوه اردني وګړي او يوه کانادايي تبعه وژلي دي. پوليسو د صليبي جګړو د وخت د يوې کلا تر محاصرې وروسته چې بريد ګړو پکښې پنا اخیستې وه، څلور تنه بريد ګر ووژل. د رسنيو له خوا ورکړل شوي د يرغمل نيونې رپوټونه تائيد نه شول.
«په ۲۰۱۶م کال کې ۷۴ ژورناليستان وژل شوي»
په روان کال کې په ټوله نړۍ کې لږ تر لږه ۷۴ ژورناليستان، مدني خبريالان او د رسنيو کار کوونکي د خپل کار له کبله وژل شوي دي. د «بې سرحده خبريالانو ټولني» په برلين کې وويل چې د دې ژورناليستانو نزدې درې په څلورمه برخه په هدفي توګه تر بريد لاندي نيول شوي دي. د رپوټ په حواله د رسنيو کارکونکو له پاره تر ټولو خطرناکه هيوادونه سوريه، افغانستان، مکسيکو ، عراق او يمن بلل شوي.
ایمنستي: «د ميانمار پوځ د روهنګيا مسلمانانو پر ضد جنايات کړي»
د بشري حقونو د څار ټولنې ایمنستي انترنيشنل د میانمار پر امنيتي ځواکونو د روهنګيا مسلمانان پر ضد د جناياتو د ترسره کولو تور لګولی دی. د بشري حقونو دغه مدافع سازمان وايي د دوی کړنې بشريت ضد جنايتونو ته ورته دي. په ځانګړي توګه پوځ په لويديځ راخين ايالت کې د قتل، جنسي تیري، شکنجې، نيونې او ویجاړويو مسؤليت لري. اغیزمنو ويلي دي چې عسکر کليو ته راغلي او د توپير پرته یې پر نارينو، ښځو او ماشومانو ډزې کړي.
په مالي کې د آلمان پوځ پر ماموريت نيوکې شوي
د آلمان د دفاع وزیرې اورزولا فون ډیر لاين مالي هيواد ته تر سفر لږ د مخه، د آلمان د پوځ پر ماموريت نيوکو زور اخيستی دی. په دفاعي چارو کې د آلمان د پارلمان ځانګړي استازي هنس پيتر باتلز، ويلي دي چې پوځي او ملکي مرستندويه ماموريتونه يو له بل سره همغږي شوي نه دي. د آلمان د پوځ د اتحادیې مشر اندرې ووستنر، وويل چې په مالي کې د آلمان د پوځ ماموريت په ارتباطي برخه کې ډیرې نیمګړتياوې لري.