لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
«په حلب کې دوه روغتونونه په نخښه شوي»
د يوه مرستندويه سازمان د معلوماتو پر اساس د سوريې په جګړه ځپلي ښار حلب کې دوه روغتونونه د هوايي بريدونو هدف ګرځيدلي. دې امريکا میشتې ټولنې ویلي دي چې د ښار د ختيځې برخې دوه ستر روغتونونه سهار وختي په نخښه شوي دي. زياته شوې چې یوې جنګي جټ الوتکې په مسقيم ډول دغه روغتونونه ویشتلي دي. په دې توګه دمګړۍ په حلب يوازې په شپږو روغتونونو کې د تداوۍ امکانات شته دی.
د شیمون پيرس پر مړينه د نړيوالو مشران د خواشينۍ پيغامونه
د اسرائيلو د پخواني رئيس جمهور شیمون پیرس پر مړينه په نړيواله کچه ژور خفګان څرګند شوی دی. د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما پيرس «د قوي ذهن او لوې زړه څښتن» وباله. د آلمان رئيس جمهور یوآخم ګاوک د فلسطنيانو سره د سولې د پروسې په پرمخ وړلو کې د پیرس «د قوي ارادې» ستاينه وکړه. ده وويل: ده د هغه ټولو بې رحمانه کړنو سربيره چې آلمانانو د ده د کورنۍ پر ضد کړې وې، آلمان ته د دوستۍ لاس اوږد کړ.
په آلمان کې د ۳۰۰ زرو زیات کم عمره مهاجر ژوند کوي
د یوه رپوټ په حواله په آلمان کې دمګړۍ د ۳۰۰ زرو زیات د ۱۸ کالو کم عمر لرونکي مهاجر اوسي. د رسنيو د رپوټونو په حواله د آلمان د کورنيو چارو وزارت د رزغون ګوند د پوښتنې په ځواب کې ويلي چې کابو یو په دریمه یې د ۶ کالو کم عمر لري. زياته شوې چې دغه ځوان مهاجر او کورنۍ يې له سوريې، افغانستان او عراق څخه راغلي دي. په دې احصاييه کې هغه کم عمر مهاجر نه دي شامل چې پرته له کورنيو یا سرپرسته آلمان ته راغلي دي.
په ترکيه کې د کودتا د هڅې وروسته ۳۲ زره شکمن نيول شوي
د معلوماتو له مخې د ترکيې حکومت پر ناکامې کودتا د غبرګون په توګه کابو ۳۲ زره شکمن نيولي دي. د عدليې وزير د اين ټي وي تلویزيوني شبکې ته وویل چې تر اوسه په ټولیزه توګه د ۷۰ زرو انسانانو په اړه پلټنې ترسره شوي. ده وويل ښايي نورې نيونې هم رامنځته شي او ځيني نيول شوي کسان آزاد کړل شي. د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د جولايي مياشتې په منځ کې د کودتا د هڅې وروسته د «تصفيې» د کولو اعلان کړې وو.
د بخښنې نړيوال سازمان وايي تايلنډي چارواکو یې د رپوټ د خپرولو مخه نيولې
د بخښنې د نړيوال سازمان «ايمنسټي» په حواله د تايلنډ چارواکو د پوليسو او پوځ په بند کې د شکنجې په اړه د رپوټونو د وړاندې کولو مخه نيولې ده. د بشري حقونو دغه سازمان له خوا ويل شوي چې د حکومت استازو د بنکاک په یوه هوټل کې هغه مطبوعاتي کنفرانس ته اجازه نه ده ورکړې چې په پام کې وه دغه رپوټ پکښې وړاندې شي. په رپوټ کې زياته شوې چې تايلنډي چارواکو د «شکنجې او تيري یوه کلتور» ته اجازه ورکړې.