لنډ خبرونه په متن او انځور کې
میرکل د بیړنیو مرستو د یوه نړیوال همغږي شوي سسټم غوښتنه وکړه
د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل د بحرانونو، جنګونو او طبیعي ناورینونو پر وخت د بیړنیو مرستو په ښه توګه د همغږي کولو او همدا راز نړیوالو قوانینو ته د جدي درناوي غوښتنه وکړه. دې په استانبول کې د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو د سرمشریزې پر وخت وویل: «دا په اصل کې یو ناورین دی چې موږ پر دې باید خبرې وکړو چې نړیوالو قوانینو ته باید درناوې وشي.» نوموړې په یمن او سوریه کې د روغتونو پر بمبارۍ نیوکه وکړه.
د سوریې دوه ساحلي ښارونه کې درنه مرګ ژوبله
د سوریې په ساحلي سیمه کې د خونړیو بریدونو د لړۍ په ترڅ کې د اپوزیسیون د معلوماتو پر اساس د وژل شویو شمیر ۱۲۰ ته لوړ شوی دی. د بشري حقونو د څار لندن میشتې سوریايي ټولنې ویلي چې برید کونکو د مدیترانې پر غاړه په لاذقیه ایالت کې د جبله او د طرطوس ښارونه چې تر ډيره د کورنۍ جګړې څخه په امن کې پاتې ول، په نخښه کړي دي. په ډيرو بریدونو کې ځانمرګو برید ګرو ځانونه الوزولي دي.
یمن: «اسلامي دولت» ډلې د بریدونو په ترڅ کې ۴۵ انسانان وژلي
د یمن په عدن ښار کې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» د ترهګرو په غبرګونو بریدونو کې لږ تر لږه ۴۵ انسانان وژل شوي دي. د سیمه ییزو امنیتي ځواکونو د معلوماتو پر اساس یوه ځانمرګي برید ګر د خپل موټر سره د پوځ د جذب و جلب مرکز ته څيرمه ځان په هوا کې والوزوه. یوه بل ځانمرګي برید کونکي د پوځ د یوه لوړ پوړي چارواکي د کور مخې ته د منتظرو کسانو د یوې ډلې په منځ کې ځانته چاودنه ورکړه.
اوباما له ویتنام سره د وسلې پر تجارت د بندیز د لغوه کولو اعلان وکړ
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په ویتنام کې د له دغه هیواد سره د څو لیسزو راهیسې د وسلو پر تجارت لګول شوې بندیز لغوه اعلان کړ. اوباما په هونايي کې د دغه هیواد د ولسمشر تران دای کوانګ سره په ګډه مطبوعاتي غونډه کې وویل چې دا د هغو هلوځلو برخه ده چې دواړو هیوادونو د اړیکو د ښه والي په برخه کې ترسره کیږي. خو ده زیاته کړه چې پر وسلې ټولې سوداګرۍ به تر سختو مقرراتو لاندې ترسره کیږي.
تایلنډ: اورلګیدنې ۱۷ نجونې مړې کړي
د تایلنډ د شمال د یوه ښوونځي په لیلیه کې د اور لګیدنې له امله لږ تر لږه ۱۷ نجونې مړې شوي دي. د چیانګ رای د سیمې پولیسو وویل چې د اور لګیدنې پر مهال نجونې ویدې وې. په پيښه کې پنځه زده کونکي زخمي شوي هم دي. د لرګیو په دغه دوه پوړیزه ودانۍ کې د اورلګیدو علت تر اوسه څرګند نه دی. د یوه مسیحي مرستندویه سازمان په دغه لیلیه کې د هیواد د بې وزله سیمو نجونې اوسیدلې چې عمرونه یې د ۶ او ۱۳ کالو ترمنځ ول.