لنډ خبرونه په متن او انځور کې
«په مدیترانه کې يو ځلي بیا مهاجر ډوب شوي»
د اېتالیې د بهرنیو چارو وزیر پاولو جنتېلونو په لوګزامبورګ کې د اروپایي ټولنې د وزیرانو په غونډه کې وویل چې په مدیترانې سمندرګي کې یو ځلي بیا مهاجر د یوې ناوړه پیښې ښکار شوي. د نوموړي په خبره دغه انسانان له مصر څخه روان شوي ول. خو ده د قربانیانو دقیق شمیر په ډاګه نه کړ. د دې دمخه د «بی بی سي» عربي برخې د یوې مصري سرچینې په حواله چې نوم یې ښوول شوې نه دی، د ۴۰۰ د زیاتو مهاجرو د ډوبیدو خبر ورکړې وو.
سوریه: یاغي ډلې د سترو بریدونو پلان لري
د سوریې د حکومتي ځواکونو له خوا د سولې د تړون څخه د احتمالي سرغړونې له کبله ډیرې یاغي ډلې غواړي ستر عملیات پیل کړي. په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې د پوځي قطعاتو پر ضد به چې د ملکي وګړو پر ضد عمل کوي، د زور څخه کار واخیستل شي. په دغه ډلو کې ځواکمنه افراطي اسلامپاله ډله احرار الشام او هغه ډلې هم شاملې دي چې د سوریې د آزاد پوځ برخه ده. دا چې دغه جګړه به په کوم ځای کې ترسره شي، لا معلومه نه ده.
کارپوهان: د «اسلامي دولت» عایدات د له منځه تلو په حال کې دي
د کارپوهانو په آند د «اسلامي دولت» ډلې عایدات د له منځه تلو په حال کې دي. د «آي ایچ ایس» د ارزونې او معلوماتي شرکت د معلوماتو پر اساس د اسلامپالو د تیلو پر زیرمو هوايي بریدونه او پر سیمو د کنترول د لاسه ورکول د دې باعث شوي چې دغه ډله د تیر کال په پرتله یو په دریمه برخه کم عایدات ولري. په میاشت کې د عایداتو د تقریباً ۸۰ څخه ۵۶ ملیون ډالرو ته راکمیدل دې ډلې ته د خپلو سیمو اداره کول مشکل کړي دي.
د اسرائیل پوځ د غزې تراړې څخه غځیدلي تونلونه موندلي
اسرائیل کابو دوه کاله تر مخه د غزې د جنګ وروسته یو ځلي بیا د غزې تراړې له سرحد سره د ځمکې لاندې یو تونل موندلی دی. فلسطیني جنګیالي دغه لارې اسرائیلو ته د ننوتو له پاره کاروي څو هلته پر عسکرو او یا ملکي وګړو بریدونه ترسره کړي او یا یې وتښتوي. د ۲۰۱۴م کال په دوبي کې د اسرائیل او حماس ترمنځ جنګ ترسره شو چې په ترڅ کې یې کابو ۲۲۰۰ فلسطنیان او د ۷۰ زیات اسرائیلي وګړي ووژل شول.
ایکوادور: د زلزلې د قربانیانو شمیر ښايي ډیر لوړ شي
په ایکواډور کې د څو لسیزو د یوې سختې زلزلې په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۷۰ تنه مړه شوي او د ۲۵۰۰ زیات ټپيان دي. د ریشتر په مقیاس د ۷،۸ درجې زلزلې د شنبې په ورځ د هیواد ډيره برخه ولړزوله او ستره ویجاړي یې رامنځ ته کړه. ډیرې ودانۍ راپریوتې او ډیر انسانان یې لاندې کړل. تقریباً ۱۴۰۰ مرسته کونکي او د ژغورونکې عمله په ژوندي پاتې شویو پسې لټه کوي. ولسمشر رافایل کوریا وویل چې د قربانیانو شمیر به نور هم لوړ شي.
په برازیل کې د واک د خلا د رامنځ ته کیدو ګواښ
د برازیل د ولسمشرې ډیلمار روسف په اړه په پارلمان کې د رای اچونې وروسته ښايي په دغه هیواد کې د څو میاشتو له پاره د واک خلا رامنځ ته شي. د دوشنبې په شپه د پارلمان د دوه په دریمه برخه استازو د نوموړې څخه د واک د اخیستو د پروسې د عملي کولو له پاره رای ورکړه. سنا مجلس کولای شي د کین اړخه کارګر ګوند د دغه سیاستوالې دنده د اپریل میاشتې په پای کې په ساده اکثریت سره د کابو پنځوو میاشتو له پاره وځنډوي.