لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په ایډومیني کې بیا مظاهرې شوې دي
د مقدونیې پر سرحد د مهاجرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ تر اخ و ډب یوه ورځ وروسته یو ځلي بیا ډیر شمیر مهاجر د احتجاج په موخه په کمپ کې راټول شوي او د سرحد پر لور یې مارش پیل کړی. خو دغه مظاهره سوله ییزه وه. د یونان د دولت مشر د مهاجرو پر وړاندې د مقدونیې د پولیسو چلن په کلکه وغانده. پولیسو د یکشنبې په ورځ د مهاجرو پر وړاندې اوښکې بهونکی ګاز او ربري مرمۍ وکارولې چې له امله یې د۳۰۰ زیات مهاجر ټپيان شول.
روسیې ایران ته د توغنديي سسټمونو په سپارولو پیل وکړ
روسیې ایران ته د «ایس - ۳۰۰ » توغنديي سسټمونو په سپارولو پیل کړې. د دواړو هیوادونو ترمنځ د توغنديي سسټمونو تړون څو کاله دمخه ترسره شوې وو خو د ځمکنیو او هوايي راکټونو لیږد د ایران سره د اټومي پروګرام پر سر لانجې له امله له خنډ سره مخ وو. د ایران سره تر نړیوال اټومي تړون او په پراخه توګه د بندیزونو د له منځه تللو سره دغه لانجمنه تجارت بیرته پیل شو.
په سومالیا کې یو ژورنالست اعدام شوی
په سومالیا کې هغه یو خبریال اعدام شوی چې د الشباب د ترهګرۍ ډلې په امر د خپلو پنځوو همکارانو د وژلو له امله په سزا محکوم شوی وو. د پوځي محکمې په حواله دغه تن د خپل جرم اعتراف کړی وو. په عین حال کې نن، دوشنبه د سومالیا په پلازمینه موګادیشو کې د یوه موټر بم چاودنې په نتیجه کې پنځه تنه ووژل شول چې دوه یې ماشومان دي.
د سوډان د لانجمنې سیمې دارفور په اړه ټولپوښتنه ترسره کیږي
د سوډان د لانجمنې سیمې دارفور وګړي دې ته رابلل شوي چې د یوې ټولپوښتنې له لارې په دې اړه پریکړه وکړي چې آيا دارفور همداسې پر پنځوو جدا جدا سیمو ویشل شوی پاتې شي او که په یوه ایالت تبدیل کړل شي. دا ټولپوښتنه د سوډان د حکومت او یاغیانو ترمنځ چې د سیمې د نوي سمون څخه د زیاتې خپلواکۍ په تمه دي، د سولې د پروسې یوه برخه ده. په خرطوم کې حکومت د اوسنۍ جوړښت د پر ځای پاتې کیدو پلوی دی.
په پيرو کې د ولسمشرۍ ټاکنې دوهم پړاو ته غځیدلي
په پيرو کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ښي اړخه سیاستوالې کایکو فوجیموري د لومړیو نتایجو په اساس اکثریت رای اخیستي دي خو د ټاکنو په لومړي پړاو کې د بري په موخه د اړین قاطع اکثریت په ترلاسه کولو نه ده توانیدلې. د جون میاشتې پر ۵ نیټه به د ټاکنو په دوهم پړاو کې اقتصاد پوه پابلو کوچسینکي د نوموړې مخالف کاندید وي چې په اوسنیو ټاکنو کې یې ۲۴ سلنه رای خپلې کړي.
د آلمان د مالیې وزیر یونان ته د قرضو بخښل رد کړل
د آلمان د مالیې وزیر فولفګنګ شویبلې پر یونان د نورو مالي مرستو له پاره د شرائطو د پوره کولو غږ کړې. نوموړي د آلمان د لومړي تلویزیون سره د خبرو پر وخت وویل: «موږ به په راتلونکو اوونیو کې یو حل پيدا کړو خو دغه حل به د پورونو بخښل په پام کې ونه لري.» ده وویل چې یونان باید د اقتصادي رقابت د وړتیا د ښه کولو په موخه ډیرې هلې ځلې باید وکړي.