لنډ خبرونه په متن او انځور کې
آیووا: د ډیموکرات ګوند په کاندیدانو کې هیلري کلنټن مخکښه ده
د امریکا په آيووا ایالت کې د مقدماتي انتخاباتو له پیل سره د ولسمشرۍ د کاندیتوب پر سر د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو ترمنځ سیالي پيل شوه. د دیموکرات ګوند له خوا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلري کلنتن د خپل ګوندي سیال سناتور بیرني ساندرز څخه په ډير کم تفاوت مخکې ده. د جمهوري غوښتونکو په اړخ کې محافظه پال سناتور تید کروز تر ټولو زیاتې رای ترلاسه کړې خو دونالد ترمپ هم له نوموړي څخه ډير شاته نه دی.
په آژه دریاب کې یو وار بیا ۹ تنه مهاجر ډوب شوي
د آژې په دریاب کې د کښتۍ ډوبیدو په یوه تازه پیښه کې ۹ تنه مهاجر وژل شوي دي. له ډوبو شویو څخه یې دوه ماشومان دي. د ترکي رسنیو په حواله نن، سه شنبه د مهاجرو دغه کښتۍ د ترکیې د ازمیر ایالت د ساحل څخه د یونان پر لور روانه، چې د پیښې ښکار شوه. همدا د شنبې په ورځ ۳۷ انسانان چې زیاتره یې ښځې او ماشومان ول، د یونان لیسبوس ټاپو ته پر لار ډوب شوي ول.
ایران سوریې ته د افغان کډوالو د لیږدولو رپوټونه رد کړي
د بشري حقونو د څار ټولنې په حواله ایران د سوریې جګړې ته د زرونو افغان کډوالو د لیږدولو خبره د یوه بې بنسټه تور په توګه رد کړې ده. د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند وویل چې دغه رپوټونه رښتوني نه دي او سیاسي هدفونه لري. د دغه ټولنې د بیړنیو مرستو مشر ویلي ول چې په ایران کې میشتو افغان کډوالو ویلي چې نه یوازې د سوریه په جګړه کې د ګډون له پاره تشویق شوي بلکې د ایران څخه د ویستلو ګواښ ورته شوې.
ایمنسټي: په لبنان کې مهاجرې د تیري ښکار کیږي
د بشري حقونو د سازمان، ایمنسټي انترنیشنل په حواله په لبنان کې مهاجر، په تیره ښځې په یوغیرمطمئن حالت او ډيره بې وزلې کې ژوند کوي. په برلین کې د نوموړي سازمان په خپاره شوي رپوټ چې سر لیک یې دی «زه د اوسیدو له پاره یو خوندي ځای غواړم» ویل شوي چې د لبنان د تبعیضه ډک قوانین او د نړیوالو مالي مرستو له کمیدو سره د ښځينه مهاجرو وضعه نورې هم پسې خرابه شوې ده.
د م. م . استازي پر نړیوالو په سوریه کې د اوربند له پاره غږ وکړ
د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ستفن دیمستورا پر نړیوالو قدرتونو غږ کړې چې په دغه کورنۍ جګړه ځپلي هیواد کې د اوربند له پاره هلې ځلې وکړي. نوموړي په ژنیو کې د اپوزیسیون د استازو سره تر دوه ساعته خبرو اترو وروسته وویل چې د نړۍ ستر قدرتونه باید په دې اړه چټکې خبرې اترې سره وکړي چې څرنګه په ټول هیواد کې اوربند پلي کیدالای شي. پرون دوشنبه د سوریې د کړکیچ په اړه رسمی خبرې اترې پیل شوې.
ډنمارک پر سرحد کنترول تر ۲۰ نورو ورځو پورې غځولي
ډنمارک د آلمان سره پر سرحد د پاسپورتونو موقتي کنترول تر ۲۰ ورځو غځولی دی. د ډنمارک د ادغام وزیرې اینګر ستوبیرګ وویل چې حکومت دغه تدابیر په هیواد کې د «بې ثباتۍ» د رامنځته کیدو د مخنیوي په موخه پر لاره اچولي. ډنمارک د جنورۍ میاشتې له پیل راهیسې دې هیواد ته د سفر کونکو پاسپورتونه په نمونه يي توګه کنترولوي.
په یونان کې پراخ اعتصاب دوام لري
په یونان کې د پلان شویو اصلاحاتو او همدا راز د مالیې د لوړولو پر ضد د احتجاجونو لړۍ دوام لري. قهرجنو بزګرانو د ښار مهم سړکونو او همدا راز بلغاریه او ترکیه ته سرحدي پاټکونه بند کړي ول. همدا راز وکیلانو چې د ملکي قوانینو وکیلان هم پکښې شامل دي، د پنځلسو ورځو راهیسې روان خپل احتجاج ته دوام ورکړې. د پنجشبې په ورځ بیا د تیرو کالو د تر ټولو ستر لاریون پلان نیول شوی.