لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په ایتهوپيا کې د څو لسیزو تر ټولو سخته وچکالي
د ملګرو ملتونو په حواله حبشه یا ایتوپيا د تیرو دیرشو کالو د تر ټولو سختې وچکالۍ سره مخ ده او له دې امله چټکو مرستو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په ادیس آبابا کې د افریقايي ټولنې د سرمشریزې پر وخت وویل چې دمګړۍ ۱۰،۲ملیون حبشي وګړي خوراکي مرستو ته اړتیا لري . د حبشې مرستیال لومړي وزیر وویل چې هیواد یې پر دغه کړکیچ د لاس بري په موخه ۱،۳ ملیارد یورو ته اړتیا لري.
له سوریايي مهاجرو سره د مرستي غوښتنه
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر پر بسپنه ورکونکو هیوادونو د ملګرو ملتونو د سوریې د مهاجرو د کمپونو سره د پراخو بسپنو غږ کړی. شتاین مایر د یوې آلمانۍ ورځپانې سره په خبرو کې وویل چې د کنفرانس تر مخه باید داسې پلان جوړ شي چې د مهاجرو له پاره اړین توکي باید برابر کړل شي. ده زیاته کړه چې په تیرو کالو کې مرستو کونکي د سختو مالي ستونزه سره مخ شوي ول.
پر ملکي کردانو بریدونه غندل سوي
ملګرو ملتونو له ترکېې څخه غوښتنه کړې چې د جنوب ختيځ جګړه ځپلي ښار جزیره ابن عمر د ملکیانو حقونو ته دې پاملرنه وکړي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیسار سید رعد الحسین په حواله د دې غوښتنې باعث هغه ویډیو ده چې په کې لیدل کیږي چې بې وسلې ملکي وګړي د مړو د لیږدولو پر وخت په سړک په ډزو ویشتل کیږي. نوموړي دغه کړنې په کلکه وغندلې.
اسرئيلو رام الله ته پر ننوتو بندیز لګولي
د کنترول پر یوې پوستې د برید وروسته اسرائيلو پر هغو ټولو رام الله ته پر ننوتو بندیز لګولې چې د دغه ښار اوسیدونکي نه دي. د یکشنبې په ورځ د اردن سیند د لویدیځې غاړې د اشغال شوې سیمې د بیت ال د مینو سره نژدې په برید کې درې اسرائیلي عسکر ووژل شول. فلسطیني برید کونکی هم ووژل شو. د پوځ یوې ویاندې وویل چې د پوځ له خوا د وضعې تر ارزونې وروسته ځانګړي امنیتي اقدمات په لاره اچول شوي.
د مهاجرو پر ضد د خطرناکي پاروني څخه خبرداری
د بشري حقونو، «پرو ازول» یا مهاجر پلوی سازمان په آلمان کې د مهاجرو پر ضد « پارونې» څخه خبرداری ورکړی. د آلمان دوهم تلویزیون سره په خبرو کې د ټولنې مشر ګونتر بورکارت وویل چې نن سبا یوازې د دغه انسانانو په مقابل کې د دفاع، له دوی څخه د ګواښ او د مهاجرو له خوا د ترسره شویو جرمونو په اړه خبرونه اوریدل کیږي. ده زیاته کړه چې په دې توګه په هیواد کې د مهاجرو په اړه موجود مثبت نظر ډیر ژر بدلون موندلای شي.
«سږ کال به پر مهاجرو ۲۲ ميلیارد یورو مصرف شي»
د یوې څيړنې په حواله به د مهاجرو له پاره د سرپناو برابرول، د دوی پالنه او همدا راز د ادغام او ژبې کورسونه په روان او راتلونکي کال کې په ټولیزه توګه تقریباً ۵۰ ملیارد یورو لګښت ولري. د «Rheinische Post» ورځپاڼې په کلن ښار کې د آلمان د اقتصاد انستیتویت په حواله لیکلي چې په روان کال کې دغه مصارف ۲۲ ملیارد یورو اټکل شوي.
یونان د نوم ثبتولو مرکزونو د جوړولو کار چټک کړی
یونان د مهاجرو له پاره د راجستر کولو د پنځوو نویو مرکزونو د جوړولو چارې چټکې کړي دي. تر اوسه دغلته د نوم ثبتولو د پلان شویومرکزونوڅخه یو فعال دی. زیاته شوې چې د دفاع وزارت به فعال نقش ولري څو په ساموس، لیسبوس، کیوس، کاوس او لیروس ټاپوګانو کې د دوو اونیو په موده کې دغه ډول مرکزونه رامنځته کړل شي. سربیره پر دې به په یونان کې پلان شوي د مهاجرو دوه کمپونه هم ډیر ژر ګټې اخیتسو ته چمتو شي.